امریکا قرآن سوځوونکو عسکرو ته سزا ورکوي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د امریکا ولسمشر بارک اوباما بګرام هوايي اډه کې د قرآن سوځونې په پېښه له افغانانو بښنه وغوښته.

د امريکا د متحده ايالتونو چارواکي وايي د افغانستان په يوه اډه کې د قرآن کريم پر سوځولو يوې پوځي پلټنې لارښوونه کړې چې بايد تر اوو وو پورې عسکرو ته دسپليني جزا ورکړل شي.

دغو چارواکو، چې د خپلو نومونو له يادولو ډډه کړې ويلي، په دې اړه يو رپوټ د امريکا ددفاع وزارت ته سپارل شوى او اوس پرې غور کېږي.

په تېره فبرورۍ کې د قرآن کريم سوځولو په افغانستان کې د بلواوو او د ناټو پر عسکرو بريدونه راوپارول.

د قرآن کریم سوځونې په غبرګون کې په شپږ ورځنیو تاوتریخجنو لاریونونو کې لږترلږه دېرش افغانان ووژل شول او همدارنګه پر امریکايي پوځيانو بریدونه ډېر شول، چې شپږ پوځيان یې ووژل شول.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما بګرام هوايي اډه کې د قرآن سوځونې په پېښه له افغانانو بښنه وغوښته.

نوموړي دا د امریکايي ځواکونو یوه تېروتنه وبلله، چې په راتلونکې کې به نه تکرارېږي.

هغه وویل، چې دا پېښه د بې پامۍ له کبله رامنځ ته شوې ده.

ورته مطالب