خوست کې چاودنې ۱۷ افغانان وژلي

د خوست نننۍ چاودنه د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption تر اوسه د برید پړه چا نه ده منلې، خو معمولاً ددا ډول بریدونو پړه پر وسله والو طالبانو اچول کېږي.

د افغانستان په خوست ښار کې یوه زوروره چاودنه شوې ده.

ځايي چارواکو بي بي سي ته ویلي چاودنه د خوست ښار د ننه د کابل اډې او سپین جومات ترمنځ د سړک پر غاړه داسې مهال وشوه، چې له سیمې کورنیو او بهرنیو ځواکونو یو کاروان د تېرېدا په حال کې و.

د خوست ملکي روغتون ویلي چې دوی ته ټول ټال ۱۱ مړي او ۱۶ ټپیان ور وړل شوي دي.

خو د یوه شخصي روغتون سرچینو ویلي، چې دوی ته شپږ مړي او تر شلو ډېر ټپیان ور وړل شوي.

دا چاودنه د چارشنې په ورځ (جون ۲۰) غرمه شاوخو دوولس بجې شوې ده.

په وژل شوو کې تر اوسه دوه پولیس او نور ټول عام وګړي دي.

خو د ګل محمد خان په نامه یوه عیني شاهد بي بي سي ته ویلي، چې ''ګڼ مړي پراته وو، چې پولیس او امریکایان مې هم په کې ولیدل. موږ ټپیان امبولانسونو ته راپورته کړل او روغتون ته مو ولېږدول.''

د چاودنې په سیمه کې، د پولیسو یوه ګرځنده پوسته هم وه، چې بایومیټریک ماشین په کې لګول شوی و، او د تېرېدونکو خلکو د معاینه یې کوله.

ځینو ځايي چارواکو ویلي، چې برید پر یوه ولاړ موټر سایکل د ځای پرځای شوو چاودېدونکو توکو له کبله شوی دی.

خو یوې بلې امنیتي سرچینې رسنیو ته دا ځانمرګی برید بللی دی.

تر اوسه د برید پړه چا نه ده منلې، خو معمولاً ددا ډول بریدونو پړه پر وسله والو طالبانو اچول کېږي.

خوست د افغانستان په سوېل لوېديځ کې یو له ناامنه ولایتونو دی.

چارواکي وايي، تر ډېره په دغه ولایت کې د حقاني شبکې جنګیالي فعال دي.

خوست کې د دغې چاودنې هممهاله، دفاع وزارت په ګرد افغانستان کې د ''نوید'' په نامه د پوځي عملیاتو د پیلېدو خبر ورکوي.

ددفاع وزارت وايي، له دغو اوولس میاشتنیو عملیاتو هدف په هېواد کې له ناټو ځواکونو افغان سرتېرو ته د امنیتي لېږد لپاره د زمینې برابرول دي.

په پام کې ده چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه افغانستان کې ټولې امنیتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

ورته مطالب