کرزي له فساد سره مبارزه کې د چارواکو ملاتړ وغوښت

کرزى
Image caption کرزي د ملي شورا گډې غونډې ته په وينا کې د فساد پر ضد گامونو کې مرسته وغوښته

ولسمشر حامد کرزي پر دولتي مامورينو غږ وکړ چې د فساد ضد راتلونکو گامونو په برخه کې يې ملاتړ وکړي.

ولسمشر حامد کرزي د ملي شورا په ودانۍ کې د درې ګونو قواوو ګډې او ځانګړې غونډې کې د فساد پر ضد مبارزې باندې ټينگار وکړ.

حامد کرزي وويل دا ورته ويل شوي چې دى قاطع نه دى او له مصلحتونو کار اخلي خو له دې وروسته به داسې نه وي.

ښاغلي کرزي وویل چې د فساد د مخنیوي لپاره هلې ځلې کوي، خو مخنیوي ته يې د ټولو همکارۍ ته اړتیا ده.

دۀ پر لويديځوالو نيوکه وکړه چې د بيا رغاونې قراردادونه د حکومت پر ځاى شرکتونو ته ورکوي او په هغوى کې فساد شته.

افغان مشر پر خپلو ځواکونو د بريدونو د ډيريدا خبره هم وکړه. :

" نن سبا، په تېره یوه یا دوو یا درو میاشتو کې زموږ پر عسکرو، پولیسو او استخباراتي مامورینو حملې زیاتې شوي دي. هره ورځ لږترلږه ۲۰ تر ٢٥ تنه وژل کېږي، هره ورځ زموږ۲۰ یا ۲۵ ځوانان قرباني کېږي.»

خو ولسمشر کرزي د خپلې وينا اوريدونکو ته وويل چې نور هغه وخت افغانان نه غواړي چې تاجسکتان، ايران يا پاکستان ته وتښتي.

دۀ دا هم وويل چې افغانستان اوس يو موټى دى او څوک يې د دۀ په وينا د ماتېدا خوب نه شي ليدلى.

حامد کرزي ومنله چې د افغانستان حکومت او لوېدیځوال په افغانستان کې د سولې په راوستلو کې پاتې راغلي دي.

«زموږ خلک، کورونه خوندي نه دي. نه د افغانستان حکومت او نه نړیوال ځواکونه توانېدلي چې امنیت راوړي.»

ده همداراز وویل: « افغانان به واښه وخوري خو خپل امنیتي ځواکونه به پر خپلو منابعو ، د بهرنیانو له مرسته پرته هم جوړ کړي.»

د افغانستان ملي شورا اوس د دوبي د رخصتۍ په حال کې ده، خو د اساسي قانون د ١٠٧ مې مادې له مخې، د رخصتۍ په ورځو کې د جرګې ځانگړې غونډې د ولسمشر د ځانګړي امر له مخې وبلل شوه.

ورته مطالب