خوست والي قومي شخړې حاکميت ته گواښ وبالۀ

خوست والي
Image caption د خوست والي جبار نعيمي مشرانو ته وويل چې د شخړو او لانجو پيدا کوونکي نور دي

د افغانستان د خوست ولايت والي عبدالجبار نعيمي په دغه ولايت کې د بيلا بيلو قومونو له سپين روبو سره په خبرو کې قومي شخړې او لانجې دولتي حاکميت ته لوى گواښ وبالۀ.

خوست والي ګواښ وکړ که چيرې په شخړو کې ښکيل قومونه نورپه دغه ولايت کې په خپلمنځي اختلافاتوسره دولتي حاکميت وگواښي او په دغه ولايت کې ګډوډۍ پيدا کړي ، مسوول ارګانونه به ګړندي اوجدي ګامونه اوچت کړي اودعامه نظم د ګډوډۍ عاملين چې قومي شخړوته لمنه وهي ونيسي اود خپلو ناروا ولس ضد کړنو په سزاء به يې ورسوي.

د ده په خبره قومي شخړو ، منازعو او نورو بدمرغيو په دغه ولايت کې د ټولو ولسونوسوله ييز ژوند اود دغه ولايت بنسټيزپرمختګ ته په لويه کچه زيان اړولى د سولې ،امن ،ثبات او پرمختگ بهيرونه يې زيانمن کړي دي او د ورته کړنو دوام به د دغه ولايت خلک بدمرغه اوله بې عدالتيوسره مخامخ کړي.

خوست والي داهم وويل چې ځينې ورانکاره اومافيايي کړۍ غواړي په قومي لانجو او منازعو نا امني اوباثباتي رامنځته.

په تېرو څو کلونو کې د مځکو په سر لانجو او يا د ځنگلونو د مالکيت په برخه کې د خوست بيلا بيلو قومونو جنگونه کړي دي چې مرگ ژوبله يې اوړولې ده.

ځايي خلک وايي که جرگې مرکې په دې لار کې کار ورنه کړي نورې هڅې ښايي بريالۍ نه وي.

ورته مطالب