په قرغه کې د وسله والو ډله ييز بريد ۱۵ کسه وژلي

Image caption قرغې ته د افغانانو په ګډون بهرنيان هم د سيل لپاره ورځي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت له لوري ورکړل شوې شمېرې ښيي چې د پلازمېنې کابل د پغمان په تفريحي بند قرغه کې د وسله والو کابو ۱۲ ساعته ډله ييز بريد ۱۵ کسه وژلي چې لويه برخه يې ملکيان دي.

دغه بريد تېره شپه ناوخته د سپوږمۍ په نوم هوټل باندې چې د قرغې بند ته څېرمه پروت دی پيل شوی او د ورځې شاوخوا ۱۲ بجې پای ته ورسېد.

د کورنيو چارو وزارت وايي څلور واړه بريدګر يې وژلي دي.

دوی دغه راز وايي هغه کسان چې په دغه هوټل کې د وسله والو له لوري يرغمل شوي وو د دوی له منګولو خلاص کړي دي.

وسله والو طالبانو د دغه بريد پړه منلې ده.

مخکني جزييات

په بريد کې درې ساتونکي او يو پوليس وژل شوي، چې د ملکيانو د تلفاتو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

وسله والو د سپوږمۍ په نوم هوټل کې يو شمېر کورنۍ يرغمل کړي چې مسؤولين وايي ډيری يې خوشې، خو لا هم ځينې يې په ودانۍ ايسار دي.

Image caption عيني شاهدان وايي په دغه هوټل کې د خوښۍ مراسم وو چې وسله والو پرې بريد کړی دی.

ويل کېږي چې په دغه هوټل کې د خوښۍ مراسم روان وو چې وسله والو پرې بريد وکړ.

د ايساف ځواکونو يوه وياند جنرال اډم ووجک وويل: "زه کولی شم ووايم چې بريد د کابل په څنډو کې د قرغې ډنډ څېرمه د سپوږمۍ پر هوټل شوی دی. داسې برېښي چې د بريد قربانيان په هوټل کې ميشت ملکيان دي."

د بي بي سی خبريال چې په سيمه کې دی وايي د وسله والو له لوري مقاومت روان دی او سيمه افغان امنيتي ځواکونو کلا بنده کړې ده.

عيني شاهدان وايي په دغه هوټل کې د خوښۍ مراسم وو چې وسله والو پرې بريد کړی دی.

د وسله والو پرضد د عملياتو مشري د افغان ځواکونو پر غاړه ده او بهرني ځواکونه يې ملاتړ کوي.

ورته مطالب