سرپل کې د ښوونځي زده کوونکې مسمومې شوې

د نجونو د مسمومیت مخکنی عکس ګورﺉ
Image caption تر دې وړاندې هم څو څو ځله په تخار او نور ولایتونو د ښوونځي زده کوونکې مسمومې شوې دي.

د افغانستان په شمالي ولایت سرپل کې د ښوونځي نژدې سل نجونې مسمومې شوي دي.

د سرپل د عامې روغتیا چارواکي وايي، شاوخوا سل نجونې روغتون ته ور وړل شوې، خو د سرپل امنیه قومندانۍ بیا دغه شمېره ۳۸ ښيي.

روغتیایي چارواکي وايي، ګڼ شمېر نجونې له درملنې وروسته بېرته خپلو کورونو ته ستنې شوې او یوازې څو یې په روغتون کې پاتې دي.

د سرپل د عامې روغتیا رییس ډاکټر امین الله التین بي بي سي ته وویل دغه نجونې د امام یحیی نجونو لېسه کې مسمومې شوې دي.

ډاکټر التین وویل، چې ځینو نجونو ته له پېښې وروسته جلدي حساسیت پیدا شوی دی.

نوموړي دا احتمال هم رد نه کړ، چې ښايي ښوونځي کې خارښ پیدا کوونکي مواد کارول شوي وي.

تر اوسه د پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.

افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي، دا ښکاره خبره ده هغه څوک چې زموږ پر ښوونځیو زهرجن غاز شیندي، نه غواړي چې افغانان دې لوستي شي، دوی د افغانستان دښمنان دي.

تر دې وړاندې هم څو څو ځله په تخار او نور ولایتونو د ښوونځي زده کوونکې مسمومې شوې دي.

په افغانستان کې شاوخوا اته میلیونه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي چې څلوېښت سلنه یې نجونې دي.

افغان حکومت او نړیوال ملاتړي یې هڅه کوي چې په ښوونځیو کې د نجونو شتون لا ځواکمن کړي.

ورته مطالب