ایران پر افغان پوله د نفتي توکو نل لیکه غواړي

د افغانستان- ایران ګډه پوله د انځور حقوق jupiter still
Image caption افغانستان اوسهال خپل ډېر تیل او نفتي توکي له ګاونډیو هیوادونو په ځانګړي ډول د منځنۍ اسیا له هیوادونو واردوي.

د ایران او افغانستان پر ګډه پوله د نفتي توکو نل لیکه د ۲۵ کیلومتره د اوږد والي په کچه طرحه شوې ، چې د دواړو هېوادونو پرپولو د نفتي توکو زېرمې نښلوي.

د نفتي توکو د نل لیکې په جوړولو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ګډه پوله د تېلو د ټانکرونو د ګڼې ګوڼې مخنیوی هم وشي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي، د افغانستان او ایران ترمنځ پر ګډه پوله د نفتي توکو د نل لیکې د جوړلو یوه ګټه به يې دا وي، چې افغانستان ته به د بې کیفیته نفتي موادو د راتلو مخه یو څه ډب کړي.

د ایراني چارواکو په وینا، د افغانستان او ایران د ګډې پولې پر دواړو غاړو جوړېدونکې زېرمې، دوه میلیون او ۵۰۰ زره لېټره نفتي توکي زېرمه کولی شي.

ایراني چارواکي وايي، د دغې نل لیکې د جوړولو مطالعې پیل شوې دي.

خو د افغانستان په سوداګرۍ وزارت کې د نفتي توکو مشر فرید شېرزی وايي، په دې اړه تراوسه له افغان حکومت سره په رسمي توګه ایراني چارواکو خبرې نه دي کړي.

افغانستان اوسهال خپل ډېر تیل او نفتي توکي له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول د منځنۍ اسیا له هېوادونو واردوي.

ځینې داسې راپورونه هم شته، چې افغانستان ته د لېږدېدونکو تېلو یوه برخه بې کیفته هم دي، چې د چاپېریال د ککړتیا یو لامل هم ګڼل کېږي.

ورته مطالب