کندهار کې د ګاډو ټکر څلور کسان وژلي

ایساف سرتېري د انځور حقوق BBC Kyrgyz
Image caption ایساف د وژل شوو سرتېرو هویت نه دی په ډاګه کړی.

د افغانستان په سوېلي ولایت کندهار کې د ایساف د ګاډو او ټانکرو د ټکر له کبله د ایساف دوه سرتېري او دوه ټانکر چلوونکي مړه شوي دي.

پېښه د یکشنبې پر سهار (جون ۲۴) پنجه بجې د کندهار هوايي ‌ډګر ته نژدې هغه مهال رامنځ ته شوې، چې د ایساف یو زغره وال ګاډی ناټو ځواکونو ته له تېل وړونکي ټانکر سره وجنګېده.

په پېښه کې ټانکر اور اخیستی دی.

په سوېل کې د ایساف مطبوعاتي دفتر وايي، چې په دې پېښه کې ددوی دوه سرتېري او د ټانکر دوه چلوونکي وژل شوي.

له کابله د ایساف یوه بله خپره شوې ویناپاڼه کاږي، په سوېل کې د اورپکو برید یو ایساف سرتېری وژلی دی.

د وژل شوي سرتېري هویت او د پېښې دقیق ځای نه دی په ډاګه شوی.

بل خوا، تېره شپه په همدې ولایت کې د ایساف یوه چورلکه بېړنۍ ناستې ته اړ شوې ده.

ایساف وايي، په پېښه کې د الوتکې عملې ته کوم زیان نه دی اوښتی.

د استرالیا دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې پېښه کې ددوی یو سرتېری خوږ شوی، خو بل چا ته زیان نه دی اوښتی.

ورته مطالب