طالبانو د کامدېش پر څو کلیو بريد کړی

Image caption تېر ځل چې پر دغو کليو طالبانو چپاو ور وړ نو ګڼو خلکو کورنه پرې ښوول او کډوال شول.

د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو پر څو کلیو بريدونه پيل کړي.

چارواکي وايي دواړو خواوو ته پوره ځاني زيان اوښتی.

د جګړې له سيمې سره اړيکې پرې شوي خو ويل کيږي چې ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

داسې راپورونه هم شته چې د کامدېش د کلي کورونه هم سوځېدلي.

د سرحدي پوليسو يو قومندان بي بي سي ته ويلي د ټپيانو د لېږد لارې هم تړل شوي دي.

په کونړکې هم درې پوله ساتونکي په بمي چاودنه کې وژل شوي.

تېره نيمه شپه ګڼو وسلوالو طالبانو د کامدېش ولسوالۍ پر درې سره نژدو کليو بريد پيل کړ.

بې پرې احوال لا نشته خو په سيمه کې د سرحدي پوليسو د اووم کنډک قومندان شمس الرحمن نورستانى وايي د ځايي ولسوال د کور په ګډون ۵۰ کورونه سوځېدلي .

د سرحدي پوليسو دغه چارواکى د ۱۴ ولسي وګړو د ټپي کېدو خبره کوي چې وايي اته ېې ښځې دي.

نوموړى د ۱۰ نه د ور پورته وسله والو د وژلو ادعا هم کوي:

"ډېر جسدونه ميدان کې پراته دي. اته ميرمنې او شپږ نارينه تر اوسه زخميان دي چې ټول ۱۴ کيږي. په بينو زو کې د حکومت د ملاتړو ډېر کورونه سوځېدلي. دواړو ولسواليو ته ورغلي لارې هم تړل شوي، موږ ته پوره معلومات شته چې په دې بريد کې عربان، پنجابيان او نور بهرني طالبان هم ونډه لري".

رپوټونه وايي د دغې ولسوالۍ د پوليسو د مشر ځوى هم په جګړه کې وژل شوى.

د سيمې سره خپله د حکومت او رسنيو اړيکې پرې شوي او بې پرې احوال نه تر لاسه کيږي.

وسلوالو طالبانو په کامدېش کې د هغو پوستو د تر ګوتو کولو دعوه کړې چې حکومت پلوه کليو ته ېې پيره کوله.

د طالبانو وياند له ۱۰ د ور پورته پوليسو د وژلو دعوه کړې خو دا نه مني چې ګوندې بهرني اور پکي دې ورسره مله وي.

له سيمې د ټپيانو د لېږد څه تا بياه نه شته ځکه لارې تړلي او په کامدېش کې شته روغتيايي مرکز د دومره ټپيانو د درملنې جوګه نه دی.

د کامدېش ولسوالۍ په دغو څو کليو کې د حکومت ملا تړی، پخوانی جهادي قومندان مولوي صادق ديره دى چې څو ورځې وړاندې پرې ځانمرګی بريد هم شوى وو.

مولوي صادق او د ده تر قوماندې لاندې کسان په کامدېش کې د طالبانو پر وړاندې کلک مقاومت کوي.

دا څوم وار دى چې ډېر شمېر وسلوال طالبان د کامدېش د نيولو په نيت ورټوليږي.

تردې وړاندې به سملاسي هوايي ملاتړ ورسېده خو دا ځل چې پر جګړه ډېر ساعتونه اوړي د کامدېش په هوا کې د الوتکو اوازونه نه دي اورېدل شوي.

تېر ځل چې پر دغو کليو طالبانو چپاو ور وړ نو ګڼو خلکو کورنه پرې ښوول او کډوال شول، اوس د حکومت له لوري هم ختيځ نورستان ته له درملو پرته د نورو توکو پرلېږد بنديز لګول شوى.

د تاوتريخوالي په بله پېښه کې د ډيورنډ پولې ته څېرمه د کونړ په انګام ولسوالۍ کې د لارې غاړې شلخي بم درې پوله ساتي پوليس وژلي او دوه ېې ټيپيان کړي.

او د دې ولايت په خاص کونړ ولسوالۍ کې د چارواکو په وينا، سيمه یيزو پوليسو پر دوی، درې بريد کونکي وژلي.

ورته مطالب