له ٢٠١٤ وروسته افغانستان او د روسيې اندېښنې

Image caption روسيې دا مهال تر ډېره خپل پام د افغانستان شمالي ولايتونو ته اړولى دى.

په افغانستان کې له ۲۰۱۴ کاله وروسته د امنيت د څپ څپانده حالت په اړه د دغه هېواد د گاونډيانو تر څنگ روسيه هم ډېره اندېښمنه شوې ده.

که څه هم روسانو لا له وړاندې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د شتون په اړه اندېښنې په ډاگه کولې، خو اوس يې د نظر په بدلولو سره ويلي که بهرني ځواکونه له دغه هېواده وځي، نو ښايي کړکيچ زيات شي او ورسره، پېښېدونکې نا امنۍ په روسيې هم خپل اغيز پرې باسي.

په کابل کې د روسيې سفير چې په دې وروستيو کې د افغانستان شمالي ولايت بلخ ته تللى و، ويلي چې اندېښنې يې دا دي چې افغانستان يو ځل بيا د نړيوالو ترهگرو پر ځالو بدل نه شي.

په همدې حال کې ځينې افغان شنونکي وايي چې روسيه سر له اوسه هڅې کوي چې له ۲۰۱۴ کاله وروسته په دغه هېواد کې د پېښېدونکي حالت لپاره لا له وړاندې په تابيا کې اوسي.

دوى وايي ځکه روسيې دا مهال تر ډېره خپل پام د افغانستان شمالي ولايتونو ته اړولى دى.

د طالبانو سره د خبرو اترو په تړاو د امریکا د متحده ايالتونو وروستيو هڅو او دا چې طالبان بايد په واک کې ورگډ شي، د سيمې يو شمېر هېوادونه له سختو اندېښنو سره مخامخ کړي دي.

په دغه ډله کې د گاونډيو هېوادونو تر څنگ روسيه هم اندېښمنه شوې او وايي چې له ۲۰۱۴ کاله وروسته که په افغانستان کې نا امنۍ زياتيږي نو ورسره پر روسيې هم اغيز پرې ايستلى شي.

که څه هم په تېر کې روسي چارواکو پر دې هم اندېښنه ښووله چې که دغلته امريکايي ځواکونه ميشتيږي، نو ښايي د دوى امنيت ته گواښ پېښ کړي، خو په کابل کې د روسيې سفير ليوانوويچ اويشيان وايي چې ښايي له ۲۰۱۴ کاله وروسته کله چې بهرني ځواکونه له دغه هېواده وځي، ورسره به ناامنۍ زور واخلي چې دا په خپله د روسيې او نورو گاونډيو هېوادونو پر امنيتي حالت بدې اغيزې پرې ايستلى شي:

"هغه څه چې د ترهگرۍ سره تړلي دي، غواړم په اړه يې ووايم، هو موږ په دې اندېښمن يو چې افغانستان يو ځل بيا د نړيوالو ترهگرو پر ځالو بدل نه شي چې دا په خپله د روسيې لپاره ستر گواښ بلل کيږي. غواړم ټينگار وکړم چې موږ د دغو اندېښنو د لرې کولو لپاره چمتو يو چې په افغانستان کې د امنيتي حالت د ښه کېدو په موخه له افغان دولت سره همکاري وکړو. موږ غواړو چې په راتلونکې کې له دغه ځايه د ترهگرو ډلې سر راپورته نه کړي او روسيې ته گواښونه پېښ نه کړي".

په افغانستان کې ځينې خلک په دې باور دي چې د دغه شان څرگندونو نه چې روسي سفير د بلخ ولايت ته په خپل سفر کې کړي داسې ښکاري، چې هغه هېواد سر له اوسه د افغانستان په راتلونکې سياست کې ځانته د سياسي ځاى ځايگي په لټه کې دى.

د افغانستان د دفاع پخوانى وزير شهنواز تڼى وايي چې روسيه لا هم امو سيند خپله جنوبي پوله بولي او نه غواړي چې د اسلامي بنسټ پالو په ورتگ سره د مرکزي اسيا هېوادونو ته گواښونه پېښ شي چې له دغه څه سره د روسيې امنيت هم خوندي نه شي پاتې کېداى:

د مسکو د دولتي انستيتیوت کارپوه اندرې کرينشيف په خپل يوه مقاله کې کاږي چې :

"ډېر روسي کارپوهان په دې اند دي چې له افغانستانه په ۲۰۱۴ کال کې د بهرنيو ځواکونو د وتو سره جوخت ښايي دغلته امنيتي حالت نور هم ترينگلی شي. دوى وايي د دغه هېواد شمالي سيمې کېداى شي د روسيې لپاره ښې ځکه وي چې له دغه ځايه د مرکزي اسيا هېوادونو ته د ترهگرۍ د لېږد ښه مخنيوی کېدلى شي. د بېلگې په توگه د پخوانۍ شمالي ټلوالې په څېر د ځينو نورو سياسي ډلو په رامنځ ته کېدو سره دغه موخې په سمه توگه تر سره کېدلى شي"

نور خلک په دې اړه څه وړ انگرينې لري؟

د مسکو د دولتي انستيتیوت سياسي کارپوه ښاغلى کرينشيف په خپله څيړنه کې دې پايلې ته رسېدلى چې له ۲۰۱۴ کال وروسته چې کله له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتو بهير پيليږي نو حالات به له څېرمه د روسيې په گټه چورلي.

د ده له نظره، دا به هغه بله ستره لوبه وي چې په مرکزي اسيا کې به يې بېلگې ډېرې جوتې وي.

که څه هم افغان دولت له ۲۰۱۴ کاله وروسته دغلته د امنيت د ټينگښت په اړه ډېر ډاډمن ښکاري، خو ځيني کتونکي وايي چې په دغې نوې پېلېدونکې سياسي لوبه کې وړاندوينې گرانې دي.

هغوى پر همدغې څرگندونې بسنه کوي چې گواکې دغه لوبه به له پخوانيو هغو ډېره ستره او پراخه وي.

ورته مطالب