طالبانو جاپان ته د استازي لېږل ومنل

د انځور حقوق AP
Image caption د طالبانو اعلاميه اوس داسې ښيي چې دغه ناسته د دوى په وينا " رسمي " نه وه.

وسله والو طالبانو په يوه خپره کړې اعلاميه کې دا ومنل چې په روانه اوونۍ کې يې جاپان ته استازي وربلل شوي وو او دوى هم لېږلي وو.

خو طالبان دا خبره نه مني چې هلته دې د دوى استازو د افغانستان د حکومت له چارواکو سره د سولې په برخه کې " رسمي " خبرې اترې کړې وي.

د طالبانو اعلاميه دا د رسنيو غلط رپوټ بولي چې گواکې طالب استازو له کابل چارواکو سره په جاپان کې خبرې اترې کړي دي.

طالبان دغه راز دا هم نه مني چې گواکې د جاپان په ناسته کې دې د دوى ، اسلامي حزب او د افغانستان د سولې د عالي شورا د غړو ترمنځ د يوۀ گډ کميسيون پر جوړولو هم هوکړه شوې وي.

طالبان وايي جاپان ته يې د استازي ليږل " له چا سره د سولې په اړه د کتلو او يا خبرو کولو په موخه " نه دې شوي.

د طالبانو اعلاميه يو وار بيا ټينگار کوي چې د دوى په وينا د افغانستان د ستونزې اصلي اړخ امريکا ده او له هغوى سره اوس خبرې " متوقفې" دي.

دوى وايي تر هغو چې له امريکا سره خبره نه وي حل شوې له افغان چارواکو سره خبرې " بې گټې" دي.

د چارشنبې په ورځ( د جون ٢٧) د جاپان په کيوتر ښار کې د طالبانو د واکمنۍ د پلان وزير قاري دين محمد، د اسلامي گوند استازو او د افغانستان د سولې د عالي شورا استازو ترمنځ د ناستې رپوټ ورکړل شو.

د هغې غونډې برخه والو وويل د ناستې هدف يې دا و چې د سولې د راوستلو او بيا پخلاينې لپاره مختلف لورې خپل نظرونه او مسودې وړاندې کړي.

د وسلوالو طالبانو استازي په رسمي توګه دې غونډه ته بلل شوي وو او په نهو صفحو کې يې خپل دريځ د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړل..

برخه والو رسنيو ته ويلي و چې معصوم ستانکزي د سولې کومه طرحه په ليکلي ډول وړاندې نه کړه خو د سولې اړوند يې خبرې وکړې او سوله يې اړينه وبلله.

د طالبانو استازي قاري دين محمد د جاپان اېن اېچ کې ټلويزيون سره په يوه مرکه کې ويلي و چې دوى له امريکا سره خبرو ته تيار دي، خو که امريکا يې غوښتنې ومني.

د طالبانو اعلاميه اوس داسې ښيي چې دغه ناسته د دوى په وينا " رسمي " نه وه.

طالبانو دغه راز د پاکستان د يوۀ ديپلومات دا څرگندونې هم رد کړي دي چې گواکې اسلام اباد دوى ته د قطر د سفر اجازه ورکړې ده.

طالبانو د دغه نظر د ردولو پر وخت استدلال کړى دى چې دوى په خپلو چارو کې خپلواک دي خو دا يې نه دي ويلي چې قطر ته له کوم ځايه او څرنگه تللي دي.

.

ورته مطالب