امریکا ولې افغانستان کې د چین پانګونه ډېرېدل نه غواړي؟

کرزی او هوجنتاو د انځور حقوق
Image caption که چېرې چین بیاهم دغه بولۍ وګټي، دا به یې افغانستان کې د پانګونې او کاني زېرمو رایستلو دویم چانس وي.

په داسې حال کې چې د افغانستان شپږ سیمې تر نورو هغو ډېر تېل لري، چې د جوزجان، سرپل او فاریاب په لمن کې پرته د آمو سیند د نفتو زون یې د یادولو دي، چین غواړي چې ددغو تېلو رایستلو ته ملا وتړي.

خو امریکا بیا د افغانستان په اقتصادي ډګر کې د چین د ښکېلتیا او ډېرې پانګونې مخالفه ده.

خو که چېرې چینایان د افغانستان د شمالي زون د نفتو بولۍ وګټي، ښايي د امریکا خیال پلو به له ګواښ سره مخامخ کړي.

لیکوال سټيف لیون په "فارن پالیسي "امریکايي مجله کې وايي، امریکایان هڅه کوي چې له افغانستانه تر وتلو وروسته د خپل مخ اوبه وساتي، خو په دغه هېواد کې به یې ځینې پوځيان پاتېږي.

لیکوال وايي، چینایان اوس د اقتصاد په هر ډګر کې ځانونه ښکېلول غواړي، چې دې کار یې لوېديځ اړ کړی چې هر ځای ددوی فعالیتونه وڅاري.

چین په سوېلي او منځنۍ اسیا، هغه که پاکستان او افغانستان وي یا نور هېوادونه، د خپلې پانګونې د ډېرېدو هلې ځلې کوي.

امریکا غواړي چې د افغانستان په ګډون د سوېلي او منځنۍ اسیا هېوادونه دیموکراسي سمه پلی کړي او ازاد بازار ته ځانونه ووهي.

خو د تېرې پېړۍ په ۹۰ لسیزه کې بیا د امریکا متحده ایالتونه په منځنۍ اسیا کې د روسي نفوذ د ډېرېدو مخالف وو.

امریکا نه غوښتل چې روسیه دې ددغو هېوادونو د تېلو او غازو رایستلو په لړۍ کې ورګډه شي.

د امریکا سیاست

خو په امریکا کې د ۲۰۰۱ د سپتمبر د ۱۱ له بریدونو راپدېخوا، افغانستان کې د امریکا ښکېلتیا امریکایان دې ته اړ کړل چې په منځنۍ اسیا کې خپلې پانګونې ډېرې کړي او په اړه یې خپل سیاست بدل کړي.

اوس چې په پام کې ده د ۲۰۱۴ کال تر پایه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ بشپړه شي، واشنګټن هڅه کوي چې په سیمه کې د اقتصادي ودې او پراختیا لپاره دایمي بنسټونه جوړ کړي.

خو، دا کار تر وخت وروسته وشو، او امریکا پوهېږي چې چین یې لاسنیوی نه کوي، خو د افغانستان په امنیت او ثبات کې د امریکا ګټې نغښتې دي.

د افغانستان د امو سیند د نفتو دغه سترې زیرمې چې د سرپل ښار پر شاوخوا لس کیلومترو کې پرتې دي، ۸۲ کاله وړاندې کشف شوې، چې د نفتو د زېرمې کچه یې په ۱۹۵۷ کال کې ۸۷ میلیونه بیرله اټکل شوې وه.

د افغانستان دکانونو وزارت په وینا، د آمو سیند حوزې د نفتو ۷۰ سلته ګټه دافغان حکومت ده.

په شمالي سیمو کې د امریکا د پرووسږ کال د جیولوژيکي راپور له مخې، شاوخوا یو میلیارد بیرله تېر زېرمه دي، چې اوس د نړۍ لوی تیل ایستونکي شرکتونه یې د رایستلو لپاره لېواله دي.

تمه ده چې ددغو تېلو په رایستلو کې د چین د تېلو ملي شرکت ونډه واخلي، او په راتلونکي اکتوبر کې یې بولۍ ولګېږي، خو وروستی بریالی به د روان کال په پای کې اعلانېږي.

که چېرې چین بیاهم دغه بولۍ وګټي، دا به یې افغانستان کې د پانګونې او کاني زېرمو رایستلو دویم چانس وي.

د خلیلزاد احتجاج

په دې وروستیو کې د "فارن افیرز " (بهرنیو چارو) مجلې افغانستان او عراق کې د امریکا د مخکني سفیر زلمي خلیلزاد یوه مقاله خپره کړې ده.

نومړي او زوی یې په دې مقاله کې افغانستان کې د تیلو د رایستلو په برخه کې د چین د تېلو د ملي شرکت بریا په اړه احتجاج کړی.

"فارن افیرز "وايي، خلیلزاد او زوی یې د "ګریون پارټنرز" په نامه د تېلو یو شرکت لري، چې په عراق، افغانستان او نورو هېوادونو کې نورو تیلي شرکتونو ته د پروژو په رایستلو کې مرسته کوي.

مجله لیکي، تېر کال، کله چې چینايي نفتي شرکت د افغانستان د تېل ایستلو لومړۍ بولۍ وګټله، د امریکا پر دفاع وزارت د خلیلزاد او زوی نیوکې یې ډېرې شوې چې ولې امریکايي شرکتونو ته لومړیتوب نه ورکول کېږي او له دغه وزارت یې وغوښتل چې امریکايي شرکتونه پر نورو غوره وګڼل شي.

"فارن پالیسي" لیکي، زلمی خلیلزاد او زوی یې باید پوی شي چې له امریکايي سوداګرو یې غوښتنه دا ده چې سر له اوسه دې ددوی لپاره د لویو پروژو موندلو هڅې وکړي.

ځکه چې دا د نړیوالتوب یا ګلوبلایزیشن غوښتنه ده، داسې چې روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین څه موده مخکې په روسیه کې د لویو نفتي زېرمو د رایستلو لپاره ایټالوي، نارویيجي او امریکايي شرکتونه بریالي اعلان کړل، چې دا کار افریقا کې هم دوام لري.

خو د افغانستان د مسالې په اړه بیا د چین قضیه بېله ده، ځکه چې افغانان پخپل هېواد کې د هرې بهرنۍ پانګونې ملاتړي او پلویان دي، او ان که چین دا بولۍ هم وګټي، کوم ناورین نه رامنځ ته کېږي؛ ځکه چې چین د افغانستان د ثبات ملا تړي.

د چین ټینګار

د اسیا په منځ کې د چین د پوځي حضور په اړه خبرې نه کېږي، ځکه چې پکین په سیمه کې له پوځي حضوره ځان ګوښه نیولی، بلکې له ۹۰ لسیزې راهیسې پر اقتصادي اړخ ډېر ټینګار کوي.

Image caption "فارن پالیسي" لیکي، زلمی خلیلزاد او زوی یې باید پوی شي چې له امریکايي سوداګرو یې غوښتنه دا ده چې سر له اوسه دې ددوی لپاره د لویو پروژو موندلو هڅې وکړي.

چین مخکې ترکمنستان کې هم د تېلو رایستلو تړون کړی، چې د تېلو له پلوه منځنۍ اسیا له نورو سیمو سره نښلوي، خو په همدغه تړون کې لوېديځ نابریالی شو.

خو دا چې اوس نفتو ته د نړۍ پام وراوښتی، او د روسي نفوذ د کمښت هڅې روانې دي، امریکا دې سوچ اخیستې ده چې د قزوین سمندر له لارې د تېلو کرښه –چې د ترکمنستان، اذربایجان او ترکیې له لارې له اروپا سره نښلي- وغځوي.

خو چین له څه باندې شلو کالو راهیسې توانېدلی چې په منځنۍ اسیا کې د تېلو او غازو قراردادونه خپل کړي، چې یو یې د ترکمنستان او قزاقستان تړون دی.

همدارنګه، چین وايي چې راتلونکو درو کالو کې به د چین خاوره د ۱۱۰۰ کیلومتره نفتو د کرښې له لارې له دغو هېوادونو سره ونښلوي.

خو لوېديځ په تېرو ۱۷ کلونو کې د نابکو د تېلو د کرښې په غځولو ونه توانېد، چې غوښتل یې له منځنۍ اسیا اروبا ته دغه تیلي کرښه وغځول شي.

ورته مطالب