د ځمکې د غصبونکو پر ضد لاریون وشو

Image caption لاریون کوونکو د ځمکې د غصبونکو او کابل ښار وال پر ضد شعارونه ورکول.

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو د زورواکانو له خوا د ځمکو د غصبولو پر وړاندې لاریون وکړ.

دوی وايي حکومتي چارواکي د دې ستونزې په حلولو کې جدي نه دي او نه یې هم مخه نیسي.

په وروستیو کلونو کې د دولت په سلګونو زره جریبه ځمکې د زور واکانو له خوا غصب شوي، چې بېرته ترلاسه کولو یې افغان حکومت ته سترې ستونزې زېږولې دي.

د کابل ښار د قلعه زمان خان لسګونو اوسېدونکو د یکشنبې په ورځ (د جولای اوله) د زور واکانو له خوا د ځمکو د غصبولو، پر وړاندې لاریون وکړ او د پخواني حکومت له خوا دوی ته د ویشلو ځمکو د ترلاسه کولو غوښتنه یې کوله.

لاریون کوونکو ویل هغه ځمکې چې دوی ته د مجاهدینو د واکمنۍ پر مهال ویشل شوې وې زور واکانو لاندې کړي، په داسې حال کې چې دوی یې شل کاله مخکې بیه پرې کړې وه.

د قلعه زمان خان یو تن اوسېدونکی قاسم چې په لاریون راوتلی وو، وايي له شلو کلونو راهیسې د دوی پر حق سترګې پټې شوې دي:

لاریون کوونکو د ځمکې د غصبونکو او کابل ښار وال پر ضد شعارونه ورکول.

خو کابل ښاروال محمد یونس نواندیش وايي په تېرو حکومتونو کې وړاندې تر دې چې ځمکې استملاک شي پر خلکو ویشل شوي دي، د پروژې له جوړېدو مخکې یې له خلکو پیسې اخیستل شوي چې دوی ته یې ګڼې ستونزې را ولاړې کړې دي.

ښاغلی نواندیش وايي، دوی دا مهال ځمکې نه لري چې پر خلکو یې وویشي او زیاتوي چې د لاریونونو دوام به لاریون کوونکو ته کومه ګټه هم ونه رسوي:

"که دوی سل ورځې هم خپل لاریون ته دوام ورکړي، موږ هیڅ لار نه لرو چې دوی ته هلته ځمکې ورکړو. زه ۷۰۰۰ نمرې ځمکې له کومه کړم چې دوی ته یې ورکړم. ۳۳ زره کسان نور هم همدا ستونزه لري، دا ستونزه ما نه ده رامنځ ته کړې بلکې زه کوښښ کوم چې د امکان تر حده دې خلکو ته ځمکې پیدا کړم او پرې ویې ویشو".

په وروستیو کلونو کې په پلازمېنه کابل او نورو ولایتونو کې سلګونه زره جریبه ځمکې د زور واکانو له خوا غصب شوي.

افغان ولسمشر د ځمکې د غصب د مخنیوي لپاره یو کمیسیون هم ټاکلی چې د چارواکو په وینا تمه کیږي په راتلونکې کې، به تر یوه حده د ځمکو د غصبولو مخه ونیسي.

خو خلک د دغه شان کمیسیونونو په جوړولو بې باوره دي او وايي چې تر اوسه دوی ته د یوه کمیسیون پایلې هم نه دي جوتې شوي.

ورته مطالب