افغانستان: پاکستان سیمه کې سخت دريځي پیاوړي کوي

پاکستاني پوځيان د انځور حقوق
Image caption څو ورځې وړاندې د نورستان د پولیسو یوه سیمه ییز قومندان هم ادعا کړې وه چې پاکستاني ملېشو په شخصي جامو کې د کامدېش پر ولسوالۍ برید کړی وو.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې د افغانستان پر ختیځو سیمو د پاکستان د توغندويي بریدونو موخه په دغو سیمو کې د ولسوالیو او کلیو نیول او هلته د مخالفو د وسله والو ځای پر ځای کول بولي.

پاکستان له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې د افغانستان پر ختیځو سیمو توغندويي بریدونه کوي چې د سیمې د خلکو به وینا ځاني او مالي زیانونه یې وراړولي دي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست پر افغان خاورې د پاکستان توغندويي بریدونه له مخکې سمبال شوي بولي او وايي د هېواد په ځینو ختیځو سیمو کې توغندويي او ډله ایز بریدونه د دغو سیمو د لاندې کولو په موخه کیږي.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې یوه ویاند شفیق الله طاهري په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل پاکستان له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو نېټې په رانژدې کېدو سره په دغو سیمو کې د هغه په ټکو د ترهګرو د ځای پر ځای کولو پروګرام لري:

''پاکستان غواړي چې دوی ته ثابتې او دوامداره اډې جوړې کړي، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم، په افغانستان کې ترهګریز بریدونه پراخ او ډېریږي، نو پاکستانیان به نړیوالې ټولنې ته یو لاسوند او دلیل لري، چې ستاسو د حضور پر مهال هم دوی جګړې او بریدونه کول او ځینې سیمې یې تر ولکې لاندې وې''.

پاکستان په تېرو څو کلونو کې څو څو ځله د افغانستان په ځینو سرحدي سیمو توغندویي بریدونه کړي دي.

د کونړ ولایت د دانګام او اسمار ولسوالیو خلک وايي د توغندویو بریدونه له تېرې یو نیمې میاشتې را په دیخوا ډېر شوي

چې د سیمې د یو شمېر خلکو د وژنې او کورونو د ویجاړېدو لامل شوي دي. ښاغلی طاهري وايي افغانستان به هم ددغو بریدونو په وړاندې پټه خوله پاتې نه شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات تېره ورځ وویل که پاکستان خپلو بریدونو ته دوام ورکړي نو دوی به د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت وکړي.

دغه راز ولسي خلکو هم ددغو بریدونو د مخنیوي په موخه په تېرو څو ورځو کې لاریونونه کړي دي.

بل پلو د نورستان ولایت د پولیسو یوه سیمه ییز قومندان د جمعې په ورځ ویلي وو چې سلګونه تنو پاکستاني ملیشو په شخصي جامو کې د کامدیش پر ولسوالۍ ډله ایز برید کړی دی.

پاکستان وايي دغه بریدونه د خپلو مخالفینو د له منځه وړلو لپاره کوي، چې ځینې توعندي یې په خطايی توګه د افغانستان په خاوره کې لګیږي.

ورته مطالب