د بدلون لسیزه او د افغانستان د اقتصاد لرلید

Image caption زاخیلوال: په تېرو لسو کلونو کې افغانستان د اقتصاد، زېربناوو، روغتیا، پوهنې او روزنې په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی

افغانستان د خورا مهمو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو بدلونونو پړاو ته رسېدلی چې د لېږد د پروسې له ختمېدو سره به د یو نوي پیل زېری له ځانه سره ولري.

د افغانستان حکومت، تېرو پرمختګونو ته د بیا کتنې او د نوو ننګونو د ارزونې په پایله کې د بدلون د پړاو ستراتیژیک لرلید ترتیب کړی دی چې پرځان بسیاینې، سولې او ثبات لپاره ، د نړۍوال ملاتړ په مرسته، د ملي لومړیتوب لرونکو پروګرامونو د تطبیق له لارې د افغانستان عملي پلانونه په ګوته کوي، دا سند به د جولای پر اتمه د توکیو په کنفرانس کې نړیوالې ټولنې ته وړاندې شي.

په تېرو لسو کلونو کې افغانستان د اقتصاد، زېربناوو، روغتیا، پوهنې او روزنې په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی، په لوېدیځ کې له مالي بحران سره سره – چې د نړۍ نور پر نورو هېوادونو یې هم منفي اغیز ښندلی – د افغانستان د ناخالص کورني تولید وده په ۱۳۹۰ کال کې اته په سلو کې وه.

د افغانانو سړي سر ناخالص تولید په ۱۳۹۰ کال کې ۵۹۱ ډالره و چې د لس کاله پخوا په پرتله – هغه مهال د هېواد سړي سر ناخالص تولید ۱۳۹ ډالره اټکل شوی و – پنځه برابر ډېروالی ښیي.

درې کاله وړاندې د افغانستان د حکومت کورني عواید څلوېښت میلیارده افغانۍ وو ( څه کم يو ميليارد ډالر) خو په ۱۳۹۰ کال کې دغه شمېره سلو میلیاردو افغانیو(څه باندې دوه ميليارده ډالر) ته ورسېده. لومړنیو روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی، چې په ۱۳۸۰ کال کې ۹ په سلو کې و، اوس په سلو کې ۵۷ ته پورته شوی دی.

په تېر کال کې د ښوونځیو د شاګردانو شمېر اته ميلیونه و او ۱۵۷۰۰۰ زده کوونکي د هېواد له لېسو څخه فارغ شول.

په لسو کلونو کې شاوخوا اته زره کیلومتره نوي سړکونه جوړ شوي دي، برېښنا ته لاسرسی په سلو کې ۲۵۰ لوړ شوی او د هېواد اتیا سلنه وګړي مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی لري.

د تېرو لسو کلونو پرمختګونه دا ژمنه هم له ځانه سره لري چې په راتلونکې لسیزه کې به د پرمختګ کچه همداسې ګړندۍ پورته کېږي.

له دغو، د پام وړ، پرمختګونو سره سره، افغانستان په دې لسو کلونو کې له سترو ننګونو سره هم مخ و.

په هېواد کې په سلو کې تر ۳۶ ډېر وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او نیمایي وګړي بې روزګاره دي او سړي سر د برېښنا د انرژۍ مصرف د نړۍ په کچه ډېر ټیټ دی.

مواصلاتي زېربناوې لا هم په ډېر ابتدایي حالت کې دي چې دا کار د افغانستان په څېر په وچه پروت هېواد کې پر اقتصادي ودې سرچپه اغیز ښندې.

سره له دې چې د کورنیو عوایدو د راټولولو کچه لوړه شوې ده او اوس د حکومت کورني عواید د کورني ناخالص تولید په سلو کې ۱۱ جوړوي نو بیا هم افغانستان د خپلې عادي او پرمختیایي بودجې په برخه کې نړۍوالو مرستو ته اړ دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption د توکیو کنفرانس به د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره د نړیوال ملاتړ د ترلاسه کولو موقع وي.

پر دې سربېره، په ۱۳۸۹-۱۳۹۰ کال کې د بهرنیو مرستو ارزښت ۱۵،۷ میلیارده ډالره اټکل شوی دی چې د افغانستان د کورني ناخالص تولید له اسمي ارزښت سره نېژدې برابر دی.

خو څرنګه چې د مرستو په سلو کې اتیا له ملي بودجې څخه بهر لګول کېږي نو د افغانستان د خلکو پر ژوند او د هېواد پر اقتصاد یې اغیز ډېر لږ دی.

په داسې حال کې چې وروستیو څېړنو او مشاهداتو په ډاګه کړې چې هغه مرستې چې د ملي بودجې له لارې لګول کېږي تر هغو چې له بودجې څخه بهر لګول کېږي درې چنده زیاتې اغیزمنې دي.

په ۱۳۸۹ کال کې، د کابل په کنفرانس کې، نړۍوالو منلې وه چې نور به په سلو کې ۵۰ مرستې د ملي بودجې له لارې لګوي او د ټولې مرستې اتیا سلنه به د افغانستان د حکومت له لومړیتوبونو سره سم مصرفوي خو په دې برخه کې پرمختګ چندان د قناعت وړ نه دی.

د لېږد د پړاو او د بدلون د لسیزې لپاره چې د پورته یادو شوو لاسته راوړنو او ننګونو په پام کې نیولو سره کوم ستراتیژیک لرلید ترتیب شوی دی د افغانستان راتلونکې له هیلو ډکه ښیي.

د بدلون په لسیزه کې (له ۱۳۹۴ څخه تر ۱۴۰۴ پورې) به د افغانستان اقتصادي وده په سلو کې له ۶ تر ۸ پورې وي چې د ورته هېوادونو په پرتله لوړ رقم دی.

همدا راز به د افغانستان مالي تشه (د کورنیو عوایدو او د دولت د لګښتونو تر منځ توپیر) چې اوس ۹۳٪ ده په ۱۳۹۰ کال کې ۱۰٪ ته راکوزه شي او په ۱۴۰۹ کال کې به افغانستان پر ځان بسیا شي.

هغه د لومړیتوب درلودونکي ٢٢ ملي پروګرامونه چې پر مټ یې د افغانستان حکومت خپل اقتصادي پرمختګ ته لار اوارول غواړي - د بشري ځواکونو د غښتلتیا (تعلیم او روغتیا د ټولو لپاره، مسلکي زده کړې، د کاري فرصتونو منځ ته راوړل، په اقتصادي او ټولنیزو چارو کې د مدني ټولنې پراخه ونډه،...)، د خصوصي سکتور وده، د د کرنې او د کلیو د پراختیا لپاره د زېربناوو جوړول، د صنعت د ودې لپاره د انرژي له پلوه خپلواکۍ ته رسېدل، د سړکونو، د رېل د پټلیو او هوایي ډګرونو له لارې په سیمه کې د منابعو د دهلېزونو پراختیا، د کانونو د استخراج په برخه کې پراخه پانګونه، ښه حکومتولي، د مالي نظام قانونمند کول، د مالیاتو د سیستم ژوره اصلاح او له نړۍوالې ټولنې سره د متقابلې حساب ورکونې اصل - هغه مهم بنسټونه دي چې د افغانستان اقتصادي لرلید پرې بنا دی.

د تېرو لسو کلونو د اقتصادي او بشري لاسته راوړنو ساتل او د راتلونکي لپاره پر واقعیتونو ولاړې اقتصادي طرحې به اجازه راکړي چې د یوه هوسا او پر ځان بسیا افغانستان د جوړولو لپاره د لېږد په پړاو او د بدلون په لسیزه کې کوټلي ګامونه واخلو.

دغه لرلید، چې نړیواله ټولنه هم راسره پرې سلا ده، موږ ته ډاډ راکوي او په زغرده ویلای شو چې هغه وړاندوینې چې ځینې سیاستوال او د اقتصادي چارو کارپوهان یې کوي او داسې ښیي چې ګواکې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم به افغانستان له اقتصادي ناورین سره مخ شي بې بنسټه دي.

د ۱۳۹۱ کال د جوزا پر لومړۍ او دویمه د شیکاگو په غونډې کې نړیوالې ټولنې د افغانستان د امنیت د تمویل په برخه کې کلکې ژمنې وکړې.

د توکیو په کنفرانس کې به چې د سرطان په ١٨ په جاپان کې دایرېږي د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره د نړیوال ملاتړ د ترلاسه کولو موقع وي.

خو تر دې ور اخوا د توکیو کنفرانس د هوسا، خپلواک او پرځان بسیا افغانستان د خوب د تعبیر لپاره د اووښتون ټکی ګڼل کېدای شي.

ورته مطالب