کونړ جنسي تېري کوونکي ته د ۱۵ کاله بند سزا ورکړه

محکمه د انځور حقوق
Image caption قاضيانو تورن ته د پوليسو د جامو او دندې نه په بده ګټه اخیستنه او د جنسي تېري په بدل کې د اوږده عمر بند سزا ورکړه.

په کونړ کې د جنسي تېري په تور لومړنۍ محکې يوه کس ته د پنځلسو کلونو بند سزا ورکړه.

محکوم شوى کس د استیناف څارنوالۍ ساتونکى او پوليس و.

پر ده تور و چې د شپې يې د پوليسو په جامه کې يو کوچنى له يوه هوټله بېولى او وروسته يې پرې تېرى کړى.

قاضيانو په ډاګيزه محکمه کې له يوه څوارلس کلن هلک سره د جنسي تېري په جرم د پنځلسو کالو او ورسره يو بل ته چې د قاضيانو په وينا تېري ته يې لار هواره کړې وه د پنځه کالو بند سزا ورکړه:

''موږ د عامه امنيت ديوان د ښاري محکمې رياست قضايي هيات ددعو د طرفينو په حضور ته ضياء الحق د يونيفورم څخه په ناوړه استفادې او د څوارلس کلن هلک د لواطت په تور د صلاحيت څخه د ناوړه استفادې په مورد د عسکري جرمونو د قانون ددوه څلوېښتمې مادې د حکم په اساس په پنځه کاله حبس او د لواطت په مورد د جزا د قانون د څلور سوه اووه ويشتمې مادې په تعديل د حکم په اساس په پنځلس کاله بند محکوم په جزا کړې، او د جزا د قانون د يوسل شپږ پنځوسمې مادې د حکم په اساس په تا باندې اشد مجازات د ذکر شوې مودې څخه قابل د تطبيق دي.''

محکمې ته هغه کوچنى چې تېرى پرې شوى و، نه و راوستل شوى، دليل يې دا ښودل کېده چې هغه په زوره بېول شوى او پوليسو هم د کوچني د عريضې پر بنسټ اوسني تورن نيولي.

د محکمې ټول بهير ډاګيزه وو او تورنو هم پخپله له ځانه دفاع کوله.

محکمې ته عدلي طب راوغوښتل شو ډاکټرانو هم پخپل وار هغه ليدنې کتنې قاضيانو ته وړاندې کړې چې د ازمايښت پر وخت يې تر لاسه کړې وې.

ددې ټولو سره سره تورنو ځان بې ګناه باله او له محکې ېې د عدل غوښتنه کوله:

''اخرنى هدف مې دا دى چې له تا نه غواړم دا قضا د الله تعالی څوکۍ ده او تا ته يې درکړې تا ته چې څنګه انصاف ښکاري، زه نوره هېڅ وينا نه غواړم او دا دسيسه چې چا ماته جوړه کړې.''

په افغانستان کې پر نجونو او هلکانو جنسي تېري په ټولنيزه ستونزه اوښتي، په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کميسیون وايي يوازې تېر کال پر نارينه وو او ښځو د جنسي تېري له څلور سوو ډېرې پېښې دغه کميسیون ثبت کړي.

ثريا صبحرنګ ددغه کميسیون غړې وايي زياتره دغه ډول مجرمين دولتي کسان او يا د هغو خپلوان دي چې ډېر لږ يې تر عدالته رسي:

''ددغو پېښو په منځ کې ډېر داسې موارد شته چې د والي او ولسوال ساتونکو د ولايتي شورا مشر د ملي همغږۍ ددفتر د مشر د مشر له خوا په بېلابېلو پېښو کې په شمالي ولايتونو کې جنسي تېري شوي، خو له بده مرغه ددوی قانوني پلټنې نه دي شوي، او دوی له خپلو دولتي څوکيو نه په ناوړه ګټه اخیستنه هڅه کړې چې د خپلو جرمونو شواهد له منځه يوسي.''

په افغانستان کې پر ښځو د جنسي تېري ډېرې پېښې شوي اوتر محکمو رسېدلي خو پر هلکانو د تېرى ډېرې لږې تر رسنيو او محکمو رسېږي.

ورته مطالب