افغانستان کې د ناموس په نامه د ښځو وژنه ډېره شوې

د انځور حقوق
Image caption ددغه کمیسیون د شمېرو له مخې، په تېرو دوو میاشتو کې لږترلږه ۱۶ ښځې او نجونې د ناموس په نامه د خپلو کورنیو له خوا وژل شوې دي.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کميسون وايي چې په دغه هېواد کې د ناموس په نامۀ د ښځو وژنې ډېرې شوې دي.

د کميسیون د شمېرو له مخه يوازې په تېروو دوو مياشتو کې لږ تر لږه شپاړس ښځې د خپلو کورنيو د نارينه غړو له خوا د ناموس په نامۀ وژل شوې دي.

چارواکي وايي دغه ښځې له نورو سره د جنسي اړيکو لرلو په تور وژل کېږي او وايي دا چې تورن کسان د قانون له منگلولو خوندي پاتې کېږي، ددغه راز پېښو د ډېرېدو لامل کېږي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په هېواد کې د ناموس په نامه د ښځو پر وژنې اندېښنه ښودلې ده.

چارواکي وايي، په ډېر دا ډول مواردو کې دا قتلونه په ظاهري ډول د ناروا جنسي اړیکو له کبله رامنځ ته شوي، چې قانوني پلټنه یې هم نه ده شوې.

د چارواکو په وینا، د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي په دې کچه مخکې د ناموس په نامه افغانستان کې دا ډول وژنې نه وې.

ددغه کمیسیون غړې ډاکټر ثریا صبحرنګ وايي، ځینې افغانان بداخلاقۍ لري، خو د ناموس له توري په غلطه پوی شوي، چې په پایله کې ښځې په بې رحمه توګه وژني.

نوموړې زیاتوي، چې ناامني، د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د عاملینو نه مجازاتول، هغه عوامل دي چې د ناموس په نامه د ښځو وژنې ته لمن وهي.

د آغلې صبحرنګ په وینا، د ناموس په نامه دا ډول وژنې تر ډېره په کندوز، تخار، سرپل، غور، هرات، کونړ او خوست ولایتونو کې رامنځ ته شوې دي.

افغانستان کې د ناموس په نامه د ښځو وژنه پخپل ډول کې د ښځو پرړاندې تر ټولو ډېر ناوړه عمل ګڼل کېږي.

په دغه هېواد کې د نورو هغو پرتله د ښځو پروړاندې ډېر زور زیاتی کېږي، چې د رسمي شمېرو له مخه، یوازې په تېرو څلورو میاشتو کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون له ښځو سره د تاوتریخوالي تر زرو ډېرې پېښې ثبت کړې دي.

ورته مطالب