کرزی: لویدیځ له موږ سره رواني جګړه پیل کړې ده

Image caption افغان ولسمشر يو ځلې بيا په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو له خوا په شپنيو هکلياتو نيوکې وکړې

افغان ولسمشر حامد کرزي يو ځل بيا پر لويديځوالو نيوکې کړې ګنې له ۲۰۱۴ کاله وروسته د افغانستان وضعيت کړکيچن ښيي چې په خلکو کې انديښنې ډيرې کړي.

دی وايي افغانستان به له دغه کاله وروسته هېڅ ډول ستونزو سره مخامخ نه شي.

ولسمشر کرزي وویل دا یوه رواني جګړه ده چې زموږ په وړاندې پیل شوې ده. خو پوهېږو چې دوی موږ سره څه کوي. همدغه نن سهار مې واورېدل چې د ۲۰۱۴ کال وروسته به افغانستان له کړکېچ سره مخامخ شي، لوږه به ډېره شي او کورنۍ شخړه به پیل شي.

ولسمشر کرزي زیاته کړه دا هر څه د دې لپاره دي چې موږ دوی له خپلې خاورې ژر ونه باسو. هغوي وایې چې موږ دلته وساتئ چې تاسې خراب نه شئ. خو موږ پرې پوه شوي یوو.

ښاغلي کرزي په افغانستان کې د تېرو درييو لسيزو جگړو ته په اشارې سره وويل چې هغه مهال جگړه او جهاد د پخواني شوروي اتحاد پر ضد و ، او هغه مهال د افغانستان گاونډيو هېوادونو په خلاص مټ د دغه هېواد په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوله، هغه په دې برخه کې د افغانستان پر جهادي تنظيمونو هم نيوکې وکړې.

ولسمشر کرزي وویل کابل چا وران کړ؟ اسلامي حزب او د اسلامي حزب ګوندونو. د جنبش سره مو لاسونه یو کړ او د خلق او پرچم سره مو هم لاسونه یو کړل. ولې مو داسې وکړل؟

ولسمشر دا هم وويل چې طالبانو حزب راوستو چې جمعیت پرې ووهي او جمعیت غوښتل چې حزب ووهي. همدغو ګوندونو د اسلام په نامه قومندان بازۍ پیل کړې. دغه بهرنیان افغانانو نه دي راوستي، دوی همدغو مجاهدینو راوستي. افغانستان کې ایا طالبان د اسلام ټوپک پر غاړه لري او که د ګاونډی هېواد د استخباراتو ټوپک؟

افغان ولسمشر يو ځل بيا په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو له خوا په شپنيو عملياتو نيوکې وکړې او زياته يې کړه چې د افغانستان او امريکا تر منځ له دوه اړخيز تړون سره ، سره بيا هم دغلته شپني عمليات ترسره کېږي، خو دا يې هم وويل چې اوس د دغو عملياتو کچه د پخوا په پرتله راټيټه شوي ده .

پر همدې حال کې د تېرې چهارشنبې په ورځ د کابل او و اشنگټن تر منځ د لاسليک شوي تړون د پلي کيدو پړاو پيل شو، هغه تړون چې د بهرنيو ځواکونو له خوا په کې پر هر ډول شپنيو عملياتو بنديز لگول شوی او د دغه تړون يو شرط هم د همدغو عملياتو درول و دي.

ورته مطالب