د افغانستان تازه ناامنیو کې ۱۱ ولسي وګړي وژل شوي

چاودنه د انځور حقوق .
Image caption څو ورځې وړاندې هم هلمند کې چاودنې شپږ ماشومان وژلي وو.

د افغانستان په سوېلي ولایت ارزوګان کې د سړک غاړې ماین په چاودنه کې لږترلږه شپږ ولسي وګړي وژل شوي او یو بل ټپي دی.

اروزګان

د اروزګان یوه امنیتي چارواکي ګلاب خان ویلي، چاودنه پر سړک د ځای پرځای شوي ماین پر سر د ولسي خلکو د ګاډي د ختلو پرمهال شوې ده.

د ولایتي جرمونو پروړاندې د تحقیقاتو د برخې مسؤول ‎زیاتوي، چې دا پېښه د چورې ولسوالۍ په ریګي سیمه کې شوې ده.

چوره د ارزوګان په سوېل کې پرته ولسوالي ده.

نوموړی وايي، چاودنې د ولسي وګړو ګاډی هم له منځه وړی دی.

ګلاب خان د پېښې پړه پر هغو اورپکو اچولې، چې په وینا یې د ولسي وګړو د وژنې لپاره پر سړکونو ماینونه خښوي.

هلمند

بل خوا، د افغانستان په سوېلي ولایت هلمند کې د ماین دوو چاودنو لږترلږه څلور ماشومان وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.

د هلمند د والي له دفتره خپره شوې ویناپاڼه وايي، لومړۍ چاودنه د تېرې جمعې په ورځ د ګرشک ولسوالۍ په شورکي سیمه کې د ماشومانو د لوبو پرمهال شوې چې درې ماشومان یې وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

بل خوا، د شنبې په ورځ د هلمند ګرشک ولسوالۍ په رحیم کلي کې هم پر ماشومانو یو خښ کړای شوی ماین چاودلی، چې یو یې وژلی او بل یې ټپي کړی دی.

فراه

همدارنګه، فراه ولایت کې د ولایت مقام شاوخوا څلور بي ایم ۱ توغندي لګېدلي دي، چې له کبله یې یو ولسي وګړی وژل شوی او تر ۲۰ ډېر نور ټپيان دي.

د فراه د امنیت امر محمد غوث ملیار بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته د تېلې فون پر کرښه وویل، دغه راکټ د شنبې په ورځ (جولای ۷) غرمه شاوخوا یوولس بجې توغول شوي.

ښاغلي ملیار وژل شوی او ټپیان ټول ولسي وګړي وښودل، خو زیاته یې کړه چې په ټپیانو کې ۱۲ ماشومان دي.

د امنیت امر د شپږو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.

ورته مطالب