امریکا د ناټو له چوکاټ بهر افغانستان خپل اصلي متحد بللی

کلنټن او بان کي مون د انځور حقوق AP
Image caption د جاپان کنفرانس کې آغلې کلنټن او بان کي مون هم ګډون کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلټن په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته تللې ده.

هغې د خپل سفر پرمهال ویلي، چې افغانستان د ناټو له چوکاټ بهر د امریکا له لویو متحدینو دی.

مېرمن کلنتن له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په يوه ګډ خبري کنفرانس کې وويل افغانستان به له دې وروسته د امريکا له پوځي او امنيتي مرستو نه برخمن شي.

اغلې کلنټن دا رنګه د فساد پر وړاندې مبارزه کې د افغان حکومت هلې ځلې وستايلې او زياته يې کړه چې امريکا به په دې برخه کې له افغانستان سره لا زياته همکاري وکړي.

د بهرنیو چارو وزیرې ویلي: ''زه د دې په اعلانولو خوشاله يم چې ولسمشر اوباما نن په رسمي ډول افغانستان د امريکا د متحده ايالاتو لپاره له ناټو وراخوا خپل لوی ملګری غوره کړی دی. موږ دې ته د افغانستان له راتلونکې سره د خپلو ژمنو د پوره کېدو په سترګه ګورو.''

آغلې کلنټن د جاپان په توکیو کې د افغانستان په تړاو د نړیوالې ټولنې د یوه ورځني نړیوال کنفرانس له جوړېدا یوه ورځ مخکې کابل ته تللې ده.

په پام کې ده چې د توکیو کنفرانس کې آغلې کلنټن او د ملګرو ملتونو عمومي منشي هم ګډون وکړي او د کنفرانس په څنډو کې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره ورګوي.

د جاپان په کنفرانس کې له افغانستانه د ۲۰۱۴ کال ترپایه د شاوخوا ۱۳۰۰۰۰ ناټو سرتېرو له وتلو وروسته له دغه هېواد سره د نړیوالو د ملاتړ موضوع څېړل کېږي.

طالبانو او نورو اورپکو په دې وروستیو کې د افغانستان د ننه د بهرنیو ځواکونو ضد عملیات ډېر کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبریالانو ته ویلي، کابل ته د آغلې کلنټن سفر د توکیو کنفرانس ته د سفر پیلامه ده.

د انځور حقوق AFP
Image caption کلنټن ویلي چې د افغانستان د یوازې پرېښودو هېڅ سوچ نه شي کولی.

د جاپان کنفرانس کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د کلنۍ شاوخوا ۴ میلیارده ډالریزې مرستې په اړه هم خبرې کېږي، چې دا پیسې په پر پراختیايي چارو لګول کېږي.

د شیکاګو کنفرانس کې ناټو پرېکړه وکړه، چې د ۲۰۱۳ کال تر پایه به افغانستان کې ټولې جنګي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

د ۲۰۱۴ تر پایه او افغان ځواکونو ته تر بشپړ لېږد وروسته، شاید افغانستان کې ځینې بهرني روزونکي پوځيان پاتې شي.

داسې اندېښنې هم شته، چې ښايي د ناټو له وتلو وروسته افغانستان کې یو ځل بیا نارامۍ او جګړې زیاتې شي.

د ناټو له سرمشریزې وروسته د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر بارک اوباما ژمنه وکړه، چې افغانستان به یوازې پرېنږدي.

ورته مطالب