هلمند کې ډله ییز واده وشو

ډله ییز واده
Image caption دا لومړی ځل دی چې په هلمند کې یو ډله ییز واده کېږي.

په سویلي ولایت هلمند کې ۵۰ جوړو د یوې مرستندویه ټولنې په مرسته د واده ډله ییز مراسم ترسره کړل.

په دې سره هلمند د افغانستان یوولسم ولایت دی چې په کې په ډله ییزه توګه واده ترسره کېږې.

تر دې وړاندې په هرات، مزارشریف، بامیان او یوشمېر نورو سیمو کې ډله ییز ودونه شوي وو.

د واده دغه مراسم د شعبان د میاشتې د۱۵ نیټې په ویاړ د هلمند د نهرسراج په ولسوالۍ کې ترسره شول چې ډېری اوسېدونکی یې شیعه ګان دي.

ددغه ۵۰ جوړو ځوانانو او پېغلو د کور د اړتیا وړ څیزونو لپاره د (CAI) په نوم یوې مرستندویه ټولنې هرې جوړې ته ۵۰۰ ډالر ورکړي.

ددغه پروګرام یوه سمبالوونکې اغلې پریسا وایي چې موخه یې له بې وزلو سره مرسته او د ناوړه دودونو له منځه وړل دي.

هغې وویل هڅه به وکړې چې په راتلونکې کې ورته نور پروګرامونه هم جوړ او د هغو کسانو لپاره د واده کولو زمینه برابره کړې چې له اقتصادې پلوه خورا کمزوري دي.

دا لومړی ځل دی چې په هلمند کې یو ډله ییز واده کېږي.

ورته مطالب