په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغانستان بانک: راکړې ورکړې دې په افغانۍ تر سره شي

د افغانستان بانک پرېکړه کړې چې په دې هېواد کې دې ټولې راکړې ورکړې په افغانیو تر سره شي.

د افغانستان د مرکزي بانک مشر ويلي چې دا چاره به د افغانۍ له پياوړتیا او ثبات سره مرسته وکړي.

نورالله دلاوري ويلي، باید خصوصي بانکونه د بهر پر ځای په کور دننه پانګونه وکړي.

د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان دا د افغانۍ د ثبات او پرې د باور د پېدا کولو لپاره يوه ښه پړېکړه ګڼي.

په لندن کې مېشت د اقتصادي چارو افغان کار پوه وحید نوشېر په دې مرکه کې پر افغانۍ راکړه ورکړه څيړي.