پوښتنه او ځواب: پر افغانستان د توکیو کنفرانس

Image caption توکیو لس کاله وړاندې هم د داسې یوه کنفرانس کوربه و چې افغانستان لپاره په کې مرسته را ټولې شوې.

یکشنبه ( جولای ۸) د شاوخوا ۷۰ هېوادونو استازي د جاپان په مرکز توکیو کې سره را غونډيږي چې د افغانستان د بیا رغونې لپاره نوې مرستې اعلان کړي.

د دې کنفرانس ګډونوال څوک دي؟

د امریکا د بهرنیو چاورو وزیره هېلري کلنټن د ۷۰ هېوادونو له لوړ پوړو چارواکو سره دغه کنفرانس ته ورځي.

افغان ولسمشر حامد کرزی، د چاپان لومړی وزیر یوشیهیکو او د ملګرو مکلتونو عمومي مونشي بانکي مون به دا کنفرانس پرانيزي.

د کنفرانس عمومي ریاست به د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په ګډون د جاپان او نورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران کوي.

د دې کنفرانس موخه څه ده؟

ټاکل شوې چې په دې کنفرانس کې به مرستندوی هېوادونه د افغانستان د بیا رغونې او پر مختیا لپاره نوې او جدي ژمنې او مرستې وکړي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د جاپان ځانګړي استازي د جولای په دریمه وويل:

"موږ غواړو افغانانو او طالبانو ته دا پيغام ورکړو چې چې نړېواله ټولنه به د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي او یوازې به يې نه پرېږدي".

ایا د توکیو کنفرانس په شیکاګو کې د ناټو له سرمشریزې سره کوم تړاو لري؟

په حقیقت کې د توکیو غونډه د ناټو له هغې سرمشریزو سره ورته ده چې د مې په میاشت کې د امریکا په شیکاګو کې جوړه شوه.

د ناټو سرمشریزې د ۲۰۱۴ کاله وروسته له افغانستان سره د ناټو د غړو هېوادونو مرستې او ملاتړ بیا تایید کړ.

د هغې غونډې د پای په اعلامیه کې راغلي و چې له ۲۰۱۴ کاله وروسته افغان پوځي ځواکونه هر کال ۴ میلیاردو ډالرو ته اړتیا لري.

ټاکل شوې چې همدغه افغان پوځ به د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د خپل هېوادو د امنیت ساتنې چارې په غاړه واخلي.

د توکیو له کنفرانس نه د افغانستان تمه څه ده؟

د نړېوال بانک د يو رپوټ پر بنسټ له ۲۰۱۴ کاله وروسته، لسو کلونو کې (۲۰۱۴-۲۰۲۴) افغانستان هر کال ۴ میلیاردو ډالرو ته اړتیا لري.

په کابل کې له جاپاني ژورنالستانو سره په خبرو کې ښاغلي کرزي وويل چې دا شمېرې رښتنې دي.

په تېر کې ښاغلي کرزي په وار وار له بهرنیانو نه له افغانستان سره د هغوی له مرستو مننه کړې او ويلي دي چې دې مرستو د افغانانو ژوند په هره برخه کې بدل کړی دی.

هغه زیاته کړه چې د "ډېرو تمو سره توکیو ته ځو".

د توکیو له کنفرانس نه د نړۍ څه تمه ده؟

چاپان او له افغانستان سره نور مرسته کونکوي هېوادونه ټینګار کوي چې له افغانستان سره د پر له پسې مرستو په بدل کې دې دغه هېواد په حوکمت والۍ کې ړونوالی راولي، له فساد سره دې مبارزه وکړي او د پارلماني او ولسمشریزو ټاکنو په تر سره کولو کې دې ازادو او بې پرو ټاکنو ضمانت وکړي.

ټاکل شوې په دغه اړه دوه اړخیزې ژمنې په يوه جلا سند کې ځای پر ځای او لاسلیک کړای شي.

د توکیو کنفرانس ولې مهم دی؟

په شیکاګو کې د ناټو په سرمشریزه کې نړېواله ټولنه په دې سلا شوه چې راتلونکې یوې لسېزې لپاره به د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.

د شیکاګو د سرمشریزې سمبالوونکو د هغې غونډې موخه دوې موضوعګانې بللې وې.

۱: افغانانو ته ډاډ ورکړي چې نړۍ دوی بیا یوازې نه پرېږدي.

۲: د طالبانو په ګډون نورو وسله والو طالبانو ته دا خبره روښانه کړي چې له ۲۰۱۴ کاله وروسته هېواد کې واک ته رسېدل يې ناشونې دي.

د توکیو د کنفرانس موخه دا ده چې د افغانستان د بیا رغونې او پر مختیا لپاره له مرستندوی هېوادونه نوې او جدي ژمنې وکړي.

د نړېوالو له مالي ملاتړ پرته ښايي په افغانستان کې بنسټيز خدمتونه او ملي امنیت له لوی خطر سره مخامخ شي.

د توکیو کنفرانس په اړه څه اندېښنې شته؟

اصلي اندېښنه خو دا ده چې که د توکیو په کنفرانس کې مرسته کوونکوي هېوادونه ژمنې، و هم کړي معلومه نه ده چې ایا دغه هېوادونه به عمل پرې وکړي او که نه.

په تېرو کنفرانسونو کې د مالي مرستو ژمنې لا تر اوسه د افغان دولت په واک کې نه دې سپارل شوي.