کندهار کې د ماین چاودنو ۱۴ ولسي وګړي وژلي

مخکنی عکس د انځور حقوق Getty
Image caption تېره ورځ هم په ارزوګان کې د سړک غاړې ماین شپږ ولسي وګړي ووژل.

د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي، ددغه ولایت په سرحدي ارغستان ولسوالۍ کې د سړک غاړې د دوو ماینونو په چاودنو کې ۱۴ ولسي وګړي وژل شوي.

د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق بي بي سي ته وویل، پېښه نن سهار (یکشنبه/ جولای ۸) شاوخوا اته نیمې بجې د ارغستان ولسوالۍ په شنه نرۍ سیمه کې شوې ده.

نوموړی وايي، پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې یوه مازدا چې ولسي وګړي په کې سپاره وو، پر یوه ماین وختله.

دی وايي، چې تر لومړۍ چاودنې وروسته یو تراکتور پر همدې سړک پر یوه بل ماین وخوت.

جنرال رازق ټول وژل شوي ولسي وګړي بولي او وايي چې شاید ماشومان هم په کې وي.

نوموړي زیاته کړې، چې سیمې ته پولیس استولي دي.

ارغستان د کندهار سرحدي ولسوالي ده، چې له پاکستانه سره پراخه پوله لري.

تېره ورځ (شنبه) هم د افغانستان په سوېلي ولایت ارزوګان کې د سړک غاړې ماین په چاودنه کې لږترلږه شپږ ولسي وګړي وژل شوي وو او یو بل ټپي و.

ورته مطالب