امریکايي پیلوټان د یوه افغان د وژلو پرمهال سندرې وايي

د انځور حقوق
Image caption په دې خپره شوې ویدیو کې ځینې په نښه شوي کسان له لومړي برید وروسته تښتي، خو د الوتکې توغندي یې تر مرګه څاري.

پر انټرنېټ د امریکايي پیلوټانو له لوري د یوه افغان د وژنې پرمهال هغه وېدیو خپره شوې، چې د برید پرمهال په کې پیلوټان سندره وايي.

دا وېدیو د "هیلفایر" په نامه د یوه توغندي ویشتلو پرمهال ثبت شوې، چې د کابل په شمال لوېديځ میدان وردګو ولایت کې یې یو ولسي وګړی د ۲۰۰۹ کال په سپتمبر کې په نښه کوي.

خو امریکايي پوځ ددې وېدیو د تایید په اړه څه نه دي ویلي.

د وېدیو خپروونکو ویلي، دا برید پر هغو افغانانو شوی، چې د لارې پر سر نشه يې اپین خښول.

وړاندې افغان چارواکو امریکايي پوځيان د هغو افغان بزګرانو په وژنې تورن کړي، چې پخپلو کروندو کې د کار پرمهال په نښه شوي دي.

خو د امریکايي پوځ دلیل دا و چې ګني دوی ته دغه بزګر د ماین خښوونکو طالبانو په شان ښکاره شوي او بیا یې برید ورباندې کړی دی.

په دې خپره شوې ویدیو کې ځینې په نښه شوي کسان له لومړي برید وروسته تښتي، خو الوتکې یې تر مرګه څاري.

د برتانیا ګارډین ورځپاڼې افغانستان کې د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو (ایساف) د یوه ویاند مارتن کرایټن له قوله لیکي چې "موږ په میدان ورګو ولایت کې د ایساف ځواکونو د یوې چورلکې ددغه برید په ثبت شوې وېدیو خبر یو. له بده مرغه چې د وېدیو د ثبت نېټه نه ښکاري، چې موږ یې تایید او پلټنه وکړ، خو که چېرې په دې وېدیو کې کومه ناوړه کړنه وموندل شي، دا به د ایساف له قوانینو سرغړونه وي."

تېر کال هم د ولسي افغانانو د وژنې پرمهال د امریکايي پوځيانو د ساتېري وېدیو خپره شوه.

لاس انجلیس ټایمز امریکايي ورځپاڼې د تېر کال په اپریل کې د وژل شوو طالبانو پرمړو د امریکايي پوځيانو د متیازو کولو انځورونه خپاره کړل.

په دغو انځورونو کې داسې هم و، چې امریکايي پوځيانو د مړو ترڅنګ یادګاري عکسونه اخیستي وو.

او په تېر مارچ کې یوه امریکايي پوځي په کندهار کې پر ولسي وګړو خپل توپک راواړاوه، چې د ماشومانو او ښځو په ګډون یې لږترلږه ۱۶ کسان ووژل.

ورته مطالب