سمنګانو کې د ګاډي اوښتو د ۱۱ سرتېرو ژوند اخیستی

Image caption وژل شوي سرتېري د ملي اردو له کورسه تازه فارغ شوي کسان دي.

د افغانستان په شمالي سمنګان ولایت کې د ملي اردو سرتېري لېږدوونکی ګاډی اوښتی، چې له کبله یې ۱۱ سرتېري وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.

د سمنګان والي خیرالله انوش بي بي سي ته وویل، چې پېښه ددغه ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ سهار لس بجې شوې ده.

نوموړي د پېښې اصلي لامل د چلوونکي بې احتیاطي وبلله، خو د پېښې د څرنګوالي په اړه یې ځان تېر کړ.

خیرالله انوش دا هم وویل چې ټول وژل شوي کسان د ملي اردو له کورس تازه فارغان دي.

دی وايي چې دغه کسان د بلخ ولایت اړوند افسران وو، چې کابل ته په ګاډي کې روان وو.

افغانستان کې ترافیکي پېښې ډېرې شوې، چې هره میاشت لسګونه کسان د ټکر له کبله مري.

د تاوتریخوالي تازه پېښو په لړ کې د هېواد په سوېلي ولایت کندهار کې تېره ورځ درو چاودنو لږترلږه ۱۸ کسان ووژل، چې ۱۴ په کې ولسي وګړي وو.

تر هغه وړاندېپه سوېلي ولایتونو هلمند او ارزوګان او لوېديځ ولایت فراه کې د ماین درو جلا چاودنو او توغندي لږترلږه ۱۱ ولسي وګړي وژلي وو، چې څلور په کې ماشومان وو.

او تېره ورځ په کندهار کې یوه افغان سرتېري خپل دوه ملګري په ډزو وژلي دي.

همداشان، د هېواد په ختيځ کې د سړک غاړې ماین په چاودنه کې شپږ امریکايي سرتېري وژل شوي.

ورته مطالب