'نړیوالو او افغان حکومت سواد ته لږ پام کړی'

زده کوونکې د انځور حقوق
Image caption د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکو په وینا دا مهال په کال کې نیم میلیون کسانو ته د سواد زده کړو زمینې برابرې شوې دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکو په وینا دا مهال په کال کې نیم میلیون کسانو ته د سواد زده کړو زمینې برابرې شوې دي حال دا چې لس کاله وړاندې په کال کې یوازې شل زره کسانو ته دا اسانتیاوې برابرېدې.

د دغه وزارت د سواد زده کړې ادارې په وینا، خبري رسنۍ باید د خپلو نورو پروګرامونو ترڅنګ، ښوونیزو پروګرامونه هم په خپلو خپرونو کې ځای کړي.

خو چارواکي وايي په تېرو لسو کلونو کې زیاتره خبري رسنیو لکه څنګه چې تمه ترې کېږي، هغه شان ښوونیزو پروګرامونه نه دي لرلي.

د پوهنې وزرات د سواد زده کړې مرستیال وزیر محمد سرور حسیني په وینا رسنۍ دا مسؤولیت لري چې خپلو خلکو ته د نورو پروګرامونو ترڅنګ پوهنیز پروګرامونه هم ولري چې تر دې دمه دې برخې ته لږ پام شوی دی:

''په خواشینۍ سره د خبري رسنیو رول د سواد زده کړې په برخه کې د بېلابېلو لاملونو له کبله کم وو، خو موږ هیله لرو چې دې برخې ته پام ډېر شي.

په عمومي توګه د سواد زده کړې په برخه کې د نړیوالې ټولنې او حکومتي چارواکو پاملرنه ډېره کمه ده''.

د پوهنې وزرات تخنیکي او مسلکي مرستیال له حکومته وغوښتل داسې یوه لایحه جوړه کړي چې له مخې یې د دوولسمو ټولګیو فارغانو ته په کانکور کې د ګډون ونډه تر هغه ور نه کول شي چې له پنځو تر لسو کسان یې د سواد له نعمته نه وي برخمن کړي او دغه راز د پوهنتون له فارغانو سره هم ورته چلند وشي. خبري رسنیو ته د جواز ورکولو شرط هم باید د ښوونیزو پروګرامونو درلودل وي او رسنۍ په دې برخه کې مهم رول لوبولی شي.

دا مهال په افغانستان کې شاوخوا لس میلیونه کسان چې عمرونه یې د پنځلسو او پنځه څلوېښتو کلونو تر منځ دي لا هم د سواد له نعمته بې برخې دي چې یوه غټه برخه یې مېرمنې دي.

ورته مطالب