افغانستان کې د موبایل په مټ پیسې استول کېږي

په افغانستان کې اوس د پيسو د لېږد لپاره اوس وار ګرځنده يا مبايل ټيلفون ته رسېدلی دی.
Image caption ( يو اس ايډ) هغو يو شمېر کسانو ته چې د مبايل پر مټ يې د پيسو د لېږد په اړه ښه نظر ورکړی نغدي جايزه ورکړه.

په افغانستان کې اوس د پيسو د لېږد لپاره وار ګرځنده يا موبايل ټيلې فون ته رسېدلی دی.

د موبايل ټيلې فون پر مټ د پيسو د لېږد اسانتياوې دا مهال په افغانستان کې د ام پيسه په نوم ياديږي.

د دغه سيستم پر مټ مشتريان کولی شي په چټکۍ او خوندي ډول د خپل موبايل ټيلې فون له لارې پيسې ولېږدوي او تر لاسه يې کړي، پور واخلي او پير وکړي، خپل معاش ترلاسه کړي او يا هم د برېښنا او اوبو بل پرې کړي.

اوس دريو نورو مخابراتي شرکتونو اعلان وکړ چې غواړي دغه اسانتياوې افغانانو ته برابرې کړي.

دغه اسانتياوې کابو يو کال وړاندې يوه خصوصي مخابراتي شرکت د لومړي ځل لپاره وړاندې کړې چې مسؤولين يې وايي دا مهال شاوخوا يو ميليون کسان ترې ګټه اخلي.

د دغو اسانياوو د چمتو کولو طريقه دا ده چې غوښتونکی بانکي حساب پرانيزي او د خپل حساب لپاره پټ نوم يا پاسورډ غوره کوي او هره ورځ کولی شي د مبايل له لارې خپلې پيسې مصرف کړي او يا هم نورې پيسې په خپل حساب کې جمع کړهي.

دا چې دغه پيسې څومره خوندي دي د افغانستان د خصوصي مخابراتي شرکتونو د چلوونکو ټولنې مشر ظاهر خواجه يې په اړه بشپړ ډاډمن دی:

''دا سيستم په بشپړ ډول د باور وړ دی. په افغانستان کې ډيری خلک نغدې پيسې کاروي او لېږد يې د خلکو لپاره ستونزمن دی. که هغوی په الکترونيکي ډول پيسې ولېږدوي له يوې خوا به يې لېږدول ډاډمن وي او له بلې خوا به يې پیسې څوک نه غلا کوي.

د مشتري د ټيلې فون ورکېدل کومه ستونزه نه ده، ځکه کله چې د تيلفون موندونکی د پيسو ترلاسه کولو لپاره د بانک نماينده ګۍ ته ورځي د هغه له عکس سره سر ورکول کېږي، پاسپورټ او پيژندپاڼه ترې غوښتل کېږي. لنډه داچې هېڅوک نه شي کولی جعل وکړي او د بل چا پيسې له بانک نه وباسي.''

د امريکا پرمختيايي اداره (يو اس ايډ) دغو اسانتياوو ته د غوره ژوند نوم ورکړی او د مبايل له لارې د پيسو د لېږد لپاره يې د افغانستان د بېلا بېلو پوهنتونونو د شاوخوا پنځه زره محصلينو نظريې راغونډې کړي چې له ډلې يې د غوره نظر ورکوونکو ته جايزې ورکړې.

نوښت

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د دغه کار ستاينه کړې او دا يې يو نوی نوښت بللی دی.

افغانستان په تېرو لسو کلونو کې د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ په ډګر په چټکۍ وده کړې ده.

د مخابراتو وزارت د شمېرو له مخې اوس مهال د افغانستان اتيا سلنه برخه تر مخابراتي پوښښ لاندې ده او ميليونه کسان ګرځنده ټيلې فونونه لري.

د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګېدو مخکې افغانان اړ وو چې په بهر کې له خپلو دوستانو سره د اړيکو ټينګولو لپاره له هېواد بهر پاکستان او ايران ته سفر وکړي.

ورته مطالب