طالبان: پروان کې تورنه ښځه موږ 'نه ده وژلې'

طالبان
Image caption طالبان وايي، ښځه خپلې کورنۍ د غړو له خوا وژل شوې ده.

وسله والو طالبانو د پروان د والي هغه څرګندونې رد کړې چې ګني طالبانو په غوربند دره کې یوه ښځه د ناروا جنسي اړیکو په تور وژلې ده.

طالبانو په خپله تازه خپره کړې ویناپاڼه کې ویلي چې تورنه ښځه د خپلې کورنۍ د غړو له خوا وژل شوې ده.

طالبان وايي، چې د پېښې په اړه یې د پروان شینوارو ولسوالۍ کې پلټنه کړې، چې پایلو یې وښوده، دا ښځه له څه مودې راهیسې نادرکه وه، چې د کورنۍ د غړو له خوا تر موندلو وروسته د سیمه ییزې پرېکړې له مخې یې کورنۍ ووژله.

د پروان والي بصیر سالنګي بي بي سي ته د سرطان/چنګاښ پر ۱۸ مه وویل، طالبانو تورن کسان د غوربند په یوه عام محضر کې وژلي دي.د پروان والي زیاتوي چې طالبانو دا کار په سیمه کې د خپل شتون د ښودلو په خاطر کړی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له پېښې وروسته دا عمل یو "جنایت" بللی او ادعا یې کړې وه، چې دا کار طالبانو کړی دی.

د پېښې یوه ثبت شوې وېډیو ځینو رسنیو خپرې کړې ده.

د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون ددغې ښځې وژنه د سترې اندېښنې وړ بللې او له قضايي ارګانونو یې د عاملینو د موندلو او سزا ورکولو غوښتنه کړې وه.

ورته مطالب