زابل کې پر هلک جنسي تېری کوونکي پولیس نیول شوي

Image caption کورنيو چارو وزارت وايي د زابل ملي امنيت چې پلټنه وکړه په رښتيا هم تيرى کوونکى افغان پوليس وخوت.

په زابل ولايت کې پر يوۀ شپاړس کلن هلک د جنسي تېري په تور څلور کسان نيول شوي دي، چې درې تنه يې افغان پوليس دي.

د کورنیو چارو وزارت وياند صديق صديقي له عدلي او قضايي بنسټونو وغوښتل چې دغو تورنو کسانو ته تر سختې سخته سزا ورکړي، او رسنۍ پرې خبرې کړې ،چې په راتلونکي کې افغان پوليس په وينا يې داسې ناوړه چاره تر سره نه کړي.

یاد وزارت وايي دا کسان تر هغې وروسته د زابل د ملي امنيت له خوا ونيول شول،چې ددغې پيښې ژوندۍ ويډيو فلم بازار ته راووتله.

په زابل ولايت کې پر يوۀ شپاړس کلن ماشوم جنسي تيرى د تير لمريز کال په مرغومې مياشت کې شوى و، هغه ويډيو چې خپره شوې ده د کورنيو چارو وزارت په وينا ښيي چې د افغان پوليس په جامه کې يو سرتيرې پر ياد شوي هلک جنسي تيرې کوي.

کورنيو چارو وزارت وايي د زابل ملي امنيت چې پلټنه وکړه په رښتيا هم تيرى کوونکى افغان پوليس وخوت.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي چې اوس يې ددې پيښې په تړاو څلور کسان نيولي چې درې يې پوليس دي:

''دا یوه ډېره پېښه وه، موږ هڅه وکړه چې د ماشوم له کورنۍ سره خبرې وکړو او ډاډ ورکړو، څلور تورن نیول شويو چې یو یې اصلي عامل دی او درې یې زمینه برابروونکي دي. یو مو پرون ونیو چې د ریزرو کنډک قومندان و او نور یې عسکر وو. نیول شوي مو څارنوالۍ ته سپارلي او هیله مند یم چې سزا وویني او نورو پولیسو ته به یو پند وګرځي.''

ښاغلي صديقي وويل چې د پوليسو په ليکو کې دغه وړ ناوړه کړنې دوى ته په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي.

نوموړى دا پيښه خورا ډيره بوږنونکي وبلله او له عدلي او قضايي بنسټونو يې وغوښتل، چې دغو کسانو ته تر سختې هم سخته سزا ورکړې،او رسنۍ پرې خبري کړې چې بيا څوک د پوليس په جامه کې داسې چاره تر سره نه کړي.

د کورنيو چارو وزارت د وياند د وينا د پيښې خپره شوې ويډيو ددې لامل شوې ده چې د قرباني او د هغه د کورنۍ رواني روغتيا زيانمنه کړي ده.

ورته مطالب