مالي ستونزو د هرات 'اتفاق اسلام' ورځپاڼه وتړله

اتفاق اسلام د انځور حقوق
Image caption ''اتفاق اسلام'' ورځپاڼه د هرات یوازینۍ دولتي ورځپاڼي ده چې شاوخوا ۹۰ کاله وړاندې یې په هرات کې کار پیل کړی

د افغانستان په لویدیځ هرات کې ''اتفاق اسلام'' دولتي ورځپاڼه د مالي ستونزو له کابله تړل شوې ده.

د ورځپاڼې چلوونکي وايي، له تېرو څلورو میاشتو راهیسې یې کارکوونکو ته معاشونه نه دي ورکول شوي او د چاپ مالي لګښت هم په واک کې نه لري.

په افغانستان له مالي پلوه د شخصي رسنیو د تمویل سرچینې تر ډېره نامالومه وي او داسې ګمان کېږي، چې ښایي له ۲۰۱۴ کال وروسته، چې کله نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه وځي، ډېری شخصي رسنۍ د مالي ستونزو له کبله خپلې خپرونې وتړي.

خو د شخصي رسنیو ترڅنګ ځینې وخت حکومتي رسنۍ هم له مالي پلوه ستونزو سره تر دې کچې مخامخ کېږي، چې خپرونې یې تړل کېږي.

اوس د همدغو مالي ستونزو له امله د افغانستان په لوېدیځ کې هرات کې د دغه ولایت یوازینۍ حکومتي ورځپاڼه تړل شوې ده.

د اتفاق اسلام ورځپاڼې مسؤول مدیر جاوید نورزاد بي بي سي ته وویل، د بودیجې د نشتوالي له امله یې ورځپاڼه تړلې ده:

''ټاکلې بودجه مو نه لرله او څلورو میاشتو زموږ کارکوونکو ته معاشونه نه دي ورکول شوي. همدغه ستونزې د دې لامل شوې، چې څلور ورځې وړاندې موږ ورځپاڼه وتړله. هیله مو ده، چې چارواکي یې ژر دغه ستونزه حل کړي''.

د انځور حقوق
Image caption د اتفاق اسلام ورځپاڼې مسؤول مدیر جاوید نورزاد بي بي سي ته وویل، د بودیجې د نشتوالي له امله یې ورځپاڼه تړلې ده

دغه ورځپاڼه د هرات یوازینۍ دولتي ورځپاڼي ده چې شاوخوا ۹۰ کاله وړاندې یې په هرات کې کار پیل کړی و او اوسني تاریخ کې د لیکوالۍ او ژورنالیزم په ډګر کې تاریخي حیثیت لري.

ددغې ورځپانې تړل کېدو یو شمېر هراتي کلتورپالي هم را پارولي دي او وايي حکومت باید د ورځپاڼې مالې ستونزې هوارې کړي.

اداري ستونزي

خو د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي بیا وايي، اتفاق اسلام ورځپاڼه د مالي ستونزو له امله نه، بلکې د ادادي ستونزو له کبله تړل شوې او وايي ډېر ژر به بېرته له چاپ راووځي.

د دغه وزارت نشراتي مرستیال مبارز راشدي:

''د اتفاق اسلام ورځپاڼه له بده مرغه د اداري ستونزو له امله څو ورځې تړل شوې ده. د ورځې تړل کیدل په ناڅاپي ډول مخې ته راغلل. خو اوس یې ستونزې حل شوي دي او ل سره له سبانه به بیرته خپلې خپرونې پیل کړي''.

په افغانستان کې اوسمهال لسګونه چاپي او بريښنايي رسنۍ فعالیت کوي، چې حکومت یې په تېرو لسو کلونو کې له خپلو مهم لاسته راوړنو ګڼي.

ورته مطالب