د کابل لاریون قضايي بنسټ په ناغیړۍ تورن کړ

لاریوني ښځې
Image caption لاریون کوونکو، چې د تاوتریخوالو قربانیانې هم پکې شاملې وې، د نجیبې د وژلو عاملینو ته د سزا ورکولو غوښتونه کوله.

د پلازمېنې کابل د شمال په څو کیلومترۍ په یوه صحرايي محکمه کې د نجیبې د اعدام په اړه غبرګونونه لا هم روان دي.

د بشري حقونو په برخه کې د ښځو د مدافع ټولنو یوشمېر فعالینو نن (چارشنبه/جولای ۱۱) د ښځو چارو له وزارته، د ولسمشرۍ د ماڼۍ دروازې ته تر ورغلي سړک لاریون وکړ او د دغې پېښې عاملینو ته يې د سزا ورکولو غوښتنه وکړه.

د بشري حقونو د کمیسیون مشره سیما سمر، په افغانستان کې د بښنې کلتور د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د دوام لامل وباله او په دې برخه کې يې د دغه هېواد د عالمانو د شورا پر چوپتیا نیوکه وکړه:

د بښنې کلتور

''هغه څه چې موږ يې اندېښمنې کړې یو، هغه د دوی پروړاندې د بښنې د کلتور دوام دی. که دغه کسان ونیول شي او په دې اړه خلکو ته معلومات ورکړل شي، چې دغه کس نیول شوی او سزا ورکړل شوې، بیا نو نور دا ډول جرم نه تکراروي. د عالمانو له شورا غواړو، چې د دا ډول غیر اسلامي او غیر انساني کارونو پروړاندې خپل غږ پورته کړي، په هغو قضیو کې، چې په دوی پورې اړه نه لري، خپل غږ پورته کوي، خو په دا ډول قضیو کې چوپتیا غوره کوي، ځکه دغه کار یو سیاسي کار دی.''

نجیبه د یوشمېر ننداره چیانو په مخکې په ډزو ووژل شوه.

لاریون کوونکو دارنګه پر هغه کسانو هم نیوکه کوله، چې د نجیبې د اعدام پرمهال یې د هغې ننداره کوله.

خو نیوکې ترډېره پر سیمه ییزو چاروکو او د افغانستان د عدلي او قضايي ادارو پر ناغېړیو ورټولې وې.

سحرګل او هغې ته یو شمیر نورې ورته میرمنې، چې په افغانستان کې له جدي تاوتریخوالو سره مخامخ شوې وې، هم په دغه لاریون کې برخه اخیستې وه.

سحرګل لا هم له تاوتریخوالي خواشينې وه او عدالت یوازینۍ کلمه وه، چې د هرې پوښتنې په ځواب کې يې کاروله.

Image caption سحرګل د لاریون په پای کې بې هوښه شوه، خو بیايي هم د عدالت کلمه په خوله روانه وه.

سحرګل د لاریون په پای کې بې هوښه شوه، خو بیايې هم د عدالت کلمه په خوله روانه وه.

په تېرو څو اونیو کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي څو پېښې وشوې، چې له پرله پسې غبرګونونو سره ملې وې.

د نجیبې د ویدیو څو ورځې مخکې رسنیو ته راووتله او په ملي او نړېواله کچه خپره شوه.

سیمه ييزچارواکي د نجیبې د وژلو پړه پر وسله والو طالبانو اچوي، خو هغوی دا ادعا رد کړې ده.

افغان ولسمشر حامدکرزي او د بشري حقونو بنسټونو یاده پېښه وغندله.

بل، خوا امنیتي چارواکي وايي، د نجیبې د وژنې په اړه څېړنې روانې دي.

ورته مطالب