افغان چارواکي: "مسمومونکي" نه دي شکنجه شوي

د افغانستان کورنيو چارو وزارت پۀ کابل کې د ملگرو ملتونو د بشر د حقونو د څانگي هغه انديښنه نا سمه وبلله چې گواکې زده کونکې نجونې او نور تورن کسان د ښوونځيو په مسمومولو کې لاس نه لري او ښايي د شکنجې له کبله منښتې (اعتراف) ته اړ ايستل شوي دي.

افغان حکومت څو ورځې مخکې په تخار کې د يوې ورته پېښې د تورنو کسانو اعترافونه خپارۀ کړل چې دوه په کې د ښوونځي نجونې زده کونکې وې. د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي گواکې پرته له شکنجې دغو کسانو منښته کړې ده.

د فرانسې خبري اژانس راپور له مخه په افغان پلازمېنه کې د ملگروملتونو په راپور کې راغلي چې په کابل کې د ملگرو ملتونو د بشر حقونو د څانگې مشر جيمز رادهور ويلي وو، داسې لاسوندونه په لاس کې نشته چې وښيي د ښوونځيو د مسوميت په پېښو کې يو شمېر نجونې زده کونکې او نور تورن کسان لاس لري، راپور وايي ښايي هېڅ ډول مسموميت نه وي او دا پېښې د رواني فشارونو له کبله شوې وي.

د افغانستان ملي تلويزون څو ورځې مخکې په تخار کې د يوې ورته پېښې د تورنو کسانو د منښتې فلم خپور کړې وو چې دوه تنه په کې نجونې زده کونکې وې. دغو کسانو د اعتراف پر مهال ويل چې گواکې وسلوالو طالبانو د پيسو په ورکولو دوی دې چارې ته هڅولي وو.

Image caption صدیقي: پوليس د شکنجې حق نه لري ځکه چې افغانستان د تاوتريخوالي د مخنیوي قانون منلى دى

خو د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي د ملگرو ملتونو اندېښنه نا سمه وبلله او ويې ويل چې د افغانستان پوليس د شکنجې حق نه لري، د نوموړي په وينا تورنو په خپله خوښه اعتراف کړى دى.

ښاغلي صدیقي وويل “هغه اندېښنه چې د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د بنسټونو له خوا ښوول شوې د ېوې اندېښنې په چوکاټ کې ده.

د مسموميت پېښې ډېرې پېچلې دي او موږ دا خبره منو، افغان پوليسو له څو مياشتو راهيسې په دې اړه سخت کار وکړ او په پاى کې يې يو شمېر داسې کسان ونيول چې په خپله خوښه یعنې له کوم زور زياتي پرته اعترافونه وکړل. تاسې پوهېږئ چې پوليس د شکنجې حق نه لري ځکه چې افغانستان د تاوتريخوالي د مخنیوي قانون منلى دى.”

سره له دې چې د نجونو د مصموميت پېښې له څو کلونو راهيسې پېښېږي خو په وروستيو مياشتو کې په دغه هېواد او ځانگړي ډول شمالي ولايتونو کې ډېرې شوې دي.

څه باندې يوه اوونۍ مخکې هم د جوزجان ولايت د مصراباد لېسې د نژدې ۲۰۰ نجونو زده کونکو د مسموميت راپورونه خپاره شوي وو.

په وروستيو مياشتو کې د تخار، سرپل، باميان،کندوز،او پروان ولايتونو په يو شمېر ښوونځيو کې هم ورته پېښې شوې وې.

تر اوسه هېڅ ډلې ددغو پېښو پړه نه ده منلې.

خو يو شمېر افغان چارواکي په دې چاره کې د وسلوالو طالبانو لاس لرل نه ردوي. وسلوالو طالبانو د زده کونکو مسمومول غندلي، او ويلي يې دي که ددې چارې عاملان په گوتو ورغلل سزا به ورکړي.

ورته مطالب