هلمند کې خبريال او ښوونکى د ماين قرباني شول

همدرد
Image caption ښاغلى همدرد په ملي تلويزيون کې د ادبي خپرونو چلوونکى و

د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د سړک د غاړې ماين چاودنې د يوه خبريال په ګډون دوه تنه وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي.

د هلمند چارواکي وايي تېر ماښام( چارشنبه د جولاى ١١) د هلمند ګرشک ولسوالۍ په اوبازانو سيمه کې د سړک د غاړې ماين چاودنې له امله د هلمند د ملي راډيو تلوېزيون خبريال عبدالهادي همدرد له يوه ملګري سره ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان دي.

دويم وژل شوى کس ښوونکى بلل شوى دى.

عبدالهادي همدرد له تېرو څو کلونو راهيسې د هلمند په ملي راډيو تلوېزيون کې د ادبي خپرونې چلوونکى و.

د ځايي چارواکو په وينا همدرد د هلمند ګرشک ولسوالۍ اوسېدونکى و او تېره ورځ له خپلو ملګرو سره د اوبازانو سيمې ته د تفرېح په موخه تللى و، چې بېرته کور ته د راتګ پر مهال ورباندې د سړک د غاړې ماين وچاود.

د هلمند چارواکي وايي په ياده سيمه کې د سړک د غاړې ماينونه د وسلوالو طالبانو له خوا ځاى پر ځاى کېږي او ډېرى وخت يې قربانيان ملکي وګړي وي.

د دغې پېښې مسووليت تراوسه چا نه دى منلى خو د سړک غاړې ماينونه عمومآ وسله وال طالبان کاروي.

ورته مطالب