په توکيو کې د يادولو څو ټکي، پښتو مړه وه

د توکيو کنفرانس د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption د توکيو په کنفرانس کې له ۷۰ ډېرو هېوادو او سازمانونو ګډون کړی وو.

تر ډیره له لوړ پوړو چارواکو په ځانګړي ډول له ولسمشر سره په الوتکه کې سفر کولو ته خبریالان ډیر خوښ نه وي.

ښایي لامل به یې دا وي، چې ولسمشر ټول سفر په رسمي ملاقاتونو تیروي او ژورنالیستان اړ دي، چې د خپلو راپورونو او تازه مالوماتو د تر لاسه کولو لپاره د هغه په ټولو غونډو کې برخه واخلي، نو د چکر لپاره هیڅ وخت نه لري.

بل لامل یې ښایي دا هم وي، چې له ولسمشرسره د سفر پرمهال تالاشي او امنیتي تدابیر دومره ډیر وي، چې سړی یې فکر هم نه شی کولای.

د توکیو په کنفرانس کې همدغسې وشول.

له کنفرانس یوه ورځ مخکې یانې د جولای په اوومه سهار اووه نیمې بجې ژورنالیستان د کابل هوايي ډګر ته وغوښتل شول، خو پرواز ایله څه باندې لس بجې وشو.

په الوتکه کې ډیر کسان نه وو. د یولسو خبریالانو ترڅنګ له ولسمشر سره د هغه سلا کاران، ساتونکي او کم شمیر لوړ پوړي چارواکي وو او د الوتکې نورې څوکۍ خالي وې.

له نژدې اووه نیم ساعته مزل وروسته د توکیو په نړیوال هوايي ډګر کې ښکته شو.

د کابل او توکیو ترمنځ پنځه ساعت فرق دی یاني پنځه ساعته د توکیو وخت مخکې دی.

دا وخت په جاپان کې څه کم لس بجې وې، نری نری باران هم اورېده او د ولسمشر هرکلي ته په هوايي ډاګر کې د افغانستان سفیر او د چاپان یوشمیر نور لوړ پوړي چارواکي هم ولاړ وو.

په هوايي ډګر کې د افغانسان او جاپان ډیر بیرغونه ځړیدلي وو.

د جاپان هوايي ډګر د افغانستان په څیر کوچنی نه وو، ښکلی او پراخ و او د سمندر ترڅنګ يې موقعیت دغه ښکلا نوره هم زیاته کړې وه.

د ولسمشر کرزي هرکلي ته د نارينه وو ترڅنګ نجونې هم ولاړې وې.

ولسمشر په یوه ځانګړي تور او نسبتا اوږد موټر کې له خپل سفیر سره کیناست.

دوی څو دقیقې په موټر کې تم شول چې ورسره د پلاوي نور غړي هم په موټرو کې کیناستل.

کرزی د پوليسو يوه موټر بدرګه کاوه

زما لپاره دا ډیره جالبه وه، چې د ولسمشر کرزي او د هغه د پلاوي موټر يوازې د پوليسو هغه یوه موټر بدرګه کاوه چې بې وسلې درې پوليس په کې ناست وو.

نژدې یوه میاشت وړاندې په کابل کې د اسیا زړه هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه وه، دلته بیا مسله بل ډول وه.

لومړی خو د کنفرانس په ورځ په کابل کې عمومی رخصتي اعلان شوې وه، دویم دا چې د د بهرنيو چارو تر وزارته د هر بهرني پلاوي د رسول کېدو لپاره لارې تړل کېدې.

د هر بهرني پلاوي د امنیت لپاره به پنځه موټر ترې مخکې او پنځه يې شاته په ډیر چټک سرعت روان او ساتونکي به يې لاس په ماشه وو.

ښایې لامل به یې امنیتي ستونزې وې او ممکن دغه اقدام به یې تر یوه حده پر ځای هم وو.

خو د توکیو له هوايي ډګره ترهوټله، چې نژدې نیم ساعته لاره وه، ما په هیڅ ځای کې داسې ونه لیدل، چې د ولسمشر د پلاوي موټرونه دې آن د ترافیکي اشارو له ټاکل شوي وخت مخکې حرکت کړی وي، د لارو بندیدل خو لا په خپل ځای پریږده.

هلته د افغانستان په څیر نه و، چې د زورواکانو موټر دې هغه د چا خبره په پنځم اسمان کې روان وي، قانون د ټولو لپاره یو ډول و.

ولسمشر له خپل پلاوي سره هغه هوټل ته لاړ، چې په سبا یې په لومړي پوړ کې د افغانستان په اړه د توکیو کنفرانس جوړیده.

خبریالان د پرنس په نوم یو بل هوټل ته یوړل شول، چې د کنفرانس له ځای سره یې ډیر واټن نه درلود.

د کنفرانس پيل

د جون د اتمې سهار شو، نری نری باران و، په سیمه ییز وخت اووه نیمې بجې موږ (خبریالانو) د کنفرانس د ځای په لور پیاده حرکت وکړ، ځای نژدې وه.

دوه لارښوونکي پولیس پرته له وسلو د هوټل له دروازې سره ولاړ وو.

موږ نه یې پوښتنه ونه کړه،چې چیرته ځو. موږ سره وسایل وو ښایي پوهیدلي به وي چې خبریالان دي، خو په ډیر ادب او درناوي يي د لاس په اشاره د کنفرانس ځای ته ور رهنمايي کړو.

تر ځمکې لاندې په دریم او که په دویم پوړ کې د خبریالانو لپاره ځانګړی ځای یا پریس کلب برابر شوی و.

Image caption د توکيو په کنفرانس کې له افغانستان سره د شاوخوا ۱۶ ميليارده ډالرو ژمنه وشوه.

لا خبریالان نه و راغلي خو ورو ورو راروان وو. له پریس کلب سره نژدې د کنفرانس عمومي خونه وه، چې له وړاندې پکې د هر هیواد د استازي ځای په نښه شوی و.

د کنفرانس عمومي تالار ته په تللو ټولو لارو کې لارښوونکې نجونې ولاړې وې او په ډیر ادب او له خندا په ډکه خوله یې پلاوي عمومي تالار ته رهنمايي کول.

نژدې یونیم ساعت عموي تالار ته نړيوال پلاوي راروان وو.

نهه بجې شوې چې ولسمشر کرزی هم له خپل پلاوي سره تالار ته ورښکته شو، ورپسې

د ملګرو ملتونو عمومي سر منشي بانکي مون هم راغی او د جاپان لومړی وزیر هم تالار ته راننوت.

ټولې څوکۍ ډکې شوې او نژدې د ۷۰ هیوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي پوره شول.

پښتو مړه شوې وه

کنفرانس رسما د چاپان لومړي وزیر په خپله وینا پيل کړ. هم مهاله په دریو ژبو انګریزي، چاپاني او درې ویناوې ژباړل کیدې خو پښتو چې ملي ژبه ده ، په دغه نړیوال کنفرانس کې مړه شوې وه.

ګڼ شمیر پښتانه وو خو پښتو يې په تالار کې نه غږیده.

ښایي پښتو ژباړونکی به نه وه، خو که له زړه یې غوښتی دغه کار شونی و.

په هر صورت، د جاپان د لومړي وزیر خبرې تر ډیره په تشریفاتو ورغونډې وې، د افغانستان لپاره یې د توکیو پخوانی کنفرانس هم یاد کړ، د فوکوشیما زلزله او سونامي یې هم پرې نښوده او ترڅنګ د افغانانو دهغو لږو مرستو یادونه هم وکړه، چې د زلزلې پرمهال يې د جاپانیانو لپاره راغونډې کړې وې.

د نورو خبرو ترڅنګ یې دغه کنفرانس له اقتصادي او مالي پلوه د افغان حکومت لپاره د ژمنو د ترلاسه کولو ښه چانس باله.

لومړي وزیر له خپلو خبرو وروسته ولسمشر کرزي ته د وینا بلنه ورکړه.

ولسمشر بسم الله کړه او وينا یې پیل کړه. ښاغلي کرزي تر ډیره په خپل حکومت کې د فساد په له منځه وړلو ټینګار کاو خو اشاره یې دې ته هم کوله، چې فساد د نړیوالو په مرستو کې هم شته او د له منځه وړلو لپاره يې د دواړو غاړو د همغږۍ غوښتنه کوله.

د انځور حقوق Reuters
Image caption په توکيو کې د ولسمشر کرزي له وینا وروسته، د ملګرملتونو سرمنشي بانکي مون وينا وکړه.

د ولسمشر کرزي له وینا وروسته، د ملګرملتونو سرمنشي بانکي مون ته وار ورسید. بانکي مون له افغانستان سره د مرستو د شوو ژمنو د پلي کیدو غوښتنه کوله او له افغان حکومت نه یې د ښې حکومتوالی تمه لرله.

د ده له خبرو وروسته د کنفرانس لومړۍ برخه پای ته ورسیده او ټول ګډونوال په ګډه هغه ځای ته لاړل، چې د ګډ تصویر د اخیستو لپاره ځانګړی شوی و.

دلته هر پلاوي یو له بل سره ټوکې ټکالې کولې، یو له بل سره يې ستړي مه شي کوله او د تصویرونو لپاره يې ځانونه جوړول.

د کرزي ټوکې ټکالې

لسګونه افغان او بهرني ژورنالستان د ګډونوالو عکسونه اخلي او ولسمشر کرزی له خبریالانو سره په ټوکه ټوکه یوه یوه خبره هم کوي.

خبریالانو یې تصویرونه واخیستل. د کنفرانس یوه برخه همدلته پای ته ورسیده.

ولسمشر کرزی د نور لیدونو په موخه بل ځای ته لاړ.

د کنفرانس دویم برخه لږ ساعت وروسته د بهرنیو چارو افغان وزیر زلمي رسول او د هغه جاپاني سیال په ګډه پیل کړ.

اوس د هرهیواد او د نړیوالو سازمانونو استازي په وار وار خبرې کوي او له افغانستان سره د مرستو ټټر وهي.

دا لړۍ همداسې تر هغې روانه وه، چې ټولو ګډونوالو خپلې-خپلې خبرې پای ته ورسولې.

د استازو ويناوې په دويمه برخه کې هم په دریو ژبو هم مهاله ژباړل کیږي، خو د پښتو څرک نه لیدل کیږي.

د کنفرانس پرمهال درې اړخیزې او دوه اړخیزې غونډې هم جوړیدې.

زما لپاره په کې د افغانستان، پاکستان او امریکا د بهرنیو چارو د وزیرانو درې اړخیزه غونډه ډیره مهمه ښکاریده، خو خبریالان یې د غونډې بهیر ته نه پريښودل.

فکر مو کاوو، چې ښایي د سولې د پروسیې په تړاو به مهم بحثونه پکې وشي.

د کنفرانس په څنډو څنډو کې دغه ډول غونډې ډیرې تشریفاتي وي، خو ژورنالیستان د خپل عادت له مخې فکر کوي، چې ښایي څه مهم به په کې را ووځي.

د توکیو کنفرانس، چې له ډیرې مودې راهیسې افغان حکومت ورته تابیا نیوله، د جون د اتمې په مازیګر پای ته ورسید.

له غونډې تمه کیده، چې د راتلونکو لسو کلونو لپاره به له افغانستان سره د مالي مرستو ژمنه کوي خو پریکړه د راتلوکو څلورو کلونو لپاره په دې وشوه، چې افغانستان ته به نړیواله ټولنه ۱۶ میلیارده ډالره مرسته ورکوي.

د انځور حقوق foreign policy
Image caption افغان حکومت په دغه کنفرانس کې نړيوالو ته ژمنه ورکړه چې له فساد سره به مبارزه سختوي.

بسپنه ورکونکو هیوادونو د مرستو لپاره لږ- ډیر شرطونه هم کيښودل، چې افغان لوری به ښه حکومت والي رامنځ ته کوي او فساد به له منځه وړي. خو خدای زده، چې فساد به د افغان حکومت له چوکاټ نه څه خیل ورک شي.

د غونډې په پای کې یوه اعلامیه خپره شوه چې نولس مادي یې لرلې.

د افغانستان د مدني ټولنو غړو، چې ۳۰ تنو یې په توکیو غونډه کې برخه لرله، په اعلاميې نیوکې هم کولې.

ویل يي، په اعلامیه کې د فساد پرضد د مبارزې لپاره روښانه څه پکې نه ویني او د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو د روڼتیا په اړه یې هم انديښنه ښووله.

د مدني ټولنو استازو له هیلري کلنټن سره په ګډ کنفرانس کې وویل، چې د سولې خبرې باید د لسو کلنو لاسته راوړنو ته زیان ونه رسوي، هغې هم ورسره منله او خبرې یې ورغبرګولې.

دغه ورځ ډیره ستړې پای ته ورسیده. د غونډې په پای کې د افغانستان د ماليې او بهرنیو چارو وزیرانو د جاپان له بهرنیو چارو وزیر سره په ګډه د غونډي په اړه وروستی خبري کنفرانس درلود.

درې واړو په خپلو خبرو کې د کنفرانس پایلې له اټکل نه ښيې او ګټورې ګڼلې.

په دغه ورځ منډې ترړې خورا ډیرې وي. هر خبریال هڅه کوله، چې له چارواکو سره مرکې وکړي، خو چارواکي په سختۍ مرکې ته حاضریدل.

د نړۍ له بیلا بیلو برخو له راغلو پلاوو ځینې یې بیرته ستانه شول، خو ځینې یې لاهم پاتې شول.

د افغان حکومت چارواکي خوشاله وو، ویل یې له هغو یې ډیرې د مرستو ژمنې ترلاسه کړي، چې دوی یې تمه لرله.

زه پرې د قضاوت حق ځانته نه ورکوم ،خو خدای ښه پوهيږي، چې دغه مرستې به بیا د کومو زورواکانو جیبونو ته لویږي.

د ولسمشر افتخاري دوکتورا

ولسمشر د توکيو کنفرانس په سبا هم ځینې ځانګړې کتنې لرلې.

لومړۍ کتنه یې د جاپان د خبریالانو له يوې ټولنې سره وه او په دویمه غونډه کې ولسمشر ته بیرته د محصل توب د وخت تیرې شوې شیبې ور په زړه کیږي.

Image caption د جاپانۍ ميرمنو لپاره د ټیکريو په سر کول ډیر جالبه وو او ټولو یو بل ته خندل.

ولسمشر په هندوستان کې لوړې زده کړې کړي او ښایې لامل به یې هم دا وي، چې دی تر ډیره په خپلو ویناوو کې د هندوستان د پرمختللی دموکراسۍ نمونې ورکوي.

ولسمشر له چاپاني خبریالانو سره تر کتنې وروسته، هغه پوهنتون ته لاړ چې ده ته افتخاري دوکتورا ورکوي.

په پوهنتون کې د ښاغلي کرزي لپاره ځانګړي مراسیم نیول شوي و. د پوهنتون سل ګونه زده کونکي او ښوونکي دغو مراسمو ته ور بلل شوي وو.

مخکې له دې چې مراسم پیل شي، د غونډي سمبالوونکو ښځینه زده کوونکو ته پړوني راوړل، خو زده کوونکې په دې نه پوهیدې، چې څنګه یې سر کړي.

چا تر غاړو راتاو کړي وو، ځینو مخونه پرې پټ کړي وو او ځینو بیا خپلې ټنډې پرې تړلې وې.

ښايي د دغه کار لامل به دا وو، چې په افغانستان ښځې ټیګري په سر کوي او له همدې امله به یې د درناوي لپاره ګډون کوونکو نجونو ته پړوني ورپه سرول.

د دوی لپاره د ټیکرو په سر کول ډیر جالبه وو او ټولو یو بل ته خندل.

ولسمشر د پوهنتون تالار ته په ځانګړو جامو کې، چې عموما يې فارغیدونکي زده کونکي په تن کوي، راننوت، خورا ډیره بدرګه او هرکلی یې وشو.

ښايي ولسمشر ته په دغه تورو-زرغونو جامو او ځانګړې خولۍ سره د محصلتوب زاړه یادونه یو ځل بیا ورتازه شوي وي.

ظاهرا ولسمشر هم ډیر خوښ بریښده. په دغو مراسیمو کې تر ټولو جالبه خو لا دا وه، چې یوې جاپانۍ میرمنې د افغانستان ملي سرود ولوست.

Image caption ولسمشر کرزي ته د افتخاري دوکتورا ورکولو پر مهال يوې جاپانۍ ښځې د افغانستان ملي سرود ووایه.

په داسې ظرافت یې لوسته، که چا په ښه دقت غوږ ورته نه وای نیولی، نه یې شوای درک کولای.

د الله اکبر کلیمه یې خورا اوږده لوستله. دغې میرمنې هم سپین شال ته ورته پړونی له سره او له نیم بدنه کلک را تاو کړی و.

وروسته رسما د نیپون سپورت او سیاینس پوهنتون مشر ښاغلي کرزي ته اقتخاري دوکتورا ډالۍ کړه چې په چکچکو بدرګه کېده.

دغلته په پوهنتون کې ولسمشر کرزي محصلانو ته په وینا کې وویل چې افغانان دې د سخت کار دود او ادب له جاپانیانو زده کړي.

ښایي د جاپانیانو انسانیت اوښه سلوک پر ولسمشر هم اغیز کړی وي، چې دغه خبره یې کوله.

په رښتیا هم چې جاپانیان خورا مؤدب خلک دي، ډیر د درناوي خلک دي.

د ډیر احترام له وجې د سر ټیټول یې دود ګرځیدلی ، تل له خندا په ډکه خوله ځواب وايي که منفي وي که مثبت.

د ولسمشر د دویمي ورځې رسمي کتنې د افتخاري دوکتورا په ترلاسه کولو پای ورسیدې. هر څوک خپلو خونو ته لاړل. دویمه ورځ د لومړۍ ورځې په پرتله اسانه تیره شوه.

په دریمه ورځ چې بیرته افغانستان ته د ستنیدو ورځ وه، ولسمشر یوه رسمي کتنه درلوده، چې هغه د جاپان له امپراطور سره وه.

دا غونډه یوازې تشریفاتي وه هیڅوک یې له ځان سره بو نه تلل.

ولسمشر په هغه ځانګړي موټر کې، چې د امپراطور له خوا هوټل ته را استول شوی، د هغه لیدنې ته ورغی.

دا ملاقات د توکیو دسفر وروستي لیدنه وه او افغان پلاوي تر کتني وروسته بیرته دافغانستان په لور په هم هغه الوتکه کې له ډک جیب سره حرکت پيل کړ، چې توکیو ته پکې تللي وو. خو د شوو ژمنو د پلي کیدو او د پيسو د سم لګښت په اړه لاهم ګڼې انديښنې شته.

کله به مو چې په توکیو کې د هغه ځای د بې ساري پرمختګونو په اړه ویل ، د تاریخ هغه خبره به مې مخ ته دریده، چې افغانستان او جاپان په یوه کال ازادي ترلاسه کړې.

افغانستان لا هم د جنګونو، ویرونو او وژنو ډګر دی خو جاپان بیا د نړۍ دريم پیاوړی اقتصاد دی.

ښايي لاملونه به یې په درجنو وي، خو زما په ګمان تر ټولو سترعلتونه به يې د افغانانو بې اتفاقي، بې ځایه غرور او نالوستي وي.

په هر حال، الله دې همدغه کنفرانس د افغانانو د هيلو د پوره کېدو لامل وګرځوي او خدای مو دې له دې وروسته د نورو لاس ته نه احتیاجوي.

نورو ته د مرستو لپاره د لاس اوږدول ښه دود نه دی.

ورته مطالب