ځانمرګي د احمد خان سمنګاني په ګډون ۲۳ کسه وژلي

د انځور حقوق AFP
Image caption امنيتي چارواکي وايي وژل شوي او ټپيان ټول ولسي خلک دي.

افغان امنيتي چارواکي وايي د افغانستان په شمال کې يوه ځانمرګي بريد د ولسي جرګې د غړي احمد خان سمنګاني په ګډون شاوخوا ۲۰ کسه وژلي دي.

په دغه ځانمرګي بريد کې د سمنګان ولايت د امنيت مشر جنرال محمد خان هم وژل شوی دی.

افغان ولسمشر حامد کرزي دغه بريد چې له امله يې ولسي وګړي وژل شوي غندلی او د دغې پېښې د څېړنې لپاره يې يو پلاوی ګمارلی دی.

په شمال کې د پوليسو د زون وياند لعل محمد احمدزی وايي د ايبکو په ښار کې دغې چاودنې شاوخوا ۴۰ کسه نور ټپيان کړي دي.

ښاغلی احمدزی وايي ځانمرګي هغه هوټل ته ځان ور رسولی وو چې په هغه کې د احمد خان سمنګاني د لور د واده مراسم روان وو.

دغه پېښه نن سهار ( شنبه، ۱۴ جولای) اته بجې رامنځته شوې ده.

ولايتي چارواکي وايي وژل شوي او ټپيان ټول ولسي خلک دي.

د طالبانو يوه وياند په دغه بريد کې لاس لرل رد کړي دي.

احمد خان سمنګانی په ۱۹۸۰يمو کلونو کې د افغانستان د کورنۍ جګړې پر مهال قومندان وو.

خبريالان وايي ده له ولسمشر حامد کرزي سره نژدې اړیکې لرلې او اوس يې د جنبش له مشر عبدالرشيد دوستم سره اړېکې چندانې ښې نه وې.

دی تېر کال د ولسي جرګې غړی شوی.

ورته مطالب