د سمنګانو ځانمرګي د لويديځ د پولیسو قومندان هم وژلی

سمنګان هوټل د انځور حقوق AFP Getty images
Image caption په دغه بريد کې د احمد خان سمنګاني په ګډون له شلو ډير کسان ووژل شول.

د سمنګان ولایت په ځانمرګي برید کې، د لویدیځ زون د پولیسو ټپي شوي قومندان جنرال سيد احمد سامع خپل ژوند له لاسه ورکړی. ولايتي چارواکو د ځينو نورو ټپيانو روغتيايي حالت هم نازک ښوولی دی.

د دغې پیښی یو شمیر ټپیان په افغانستان کې د آیساف روغتایي مرګزونو او بهر ته لیږدول شوي دي.

پرون ( شنبه، ۱۴ جولای) يوه ځانمرګي برید د ولسي جرګې غړی احمد خان سمنګانی د لور د اوده د مراسمو پر مهال د هوټل په یوه تالار کې وواژه.

دغه واده ته د شمال او یو شمیر نورو سیمو پخواني قومندان هم ور بلل شوي وو.

د شمال زون د پولیسو ویاند لعل محمد احمدزی وايي د افغانستان د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي د پیښې د قربانیانو په جنازه کې ځايي مسولینو ته لارښوونه وکړه چې له کابل نه د دغې پیښې په تړاوو ورغلي پلاوي سره په څیړنو کې مرسته وکړي.

ښاغلی احمدزی وايي د افغانستان د لوېې څارنوالۍ د مرستیال رحمت الله نظري په مشری پلاوي دغلته خپل کار پیل کړی دی.

د چارو يو شمېر کتونکي په دې اند دی چې د تیرې ورځې دغې پیښې د سمنګان ولایت په اوسیدونکو کې ویره خپره کړې ده.

سيمه ييز خبریالان وايي د خلکو په څیرو د خپګان نښې خورې دي، ګڼ کسان نهیلې او مایوس ښکاري.

احمد خان سمنګانی چې سلګونه پلویانو ېې لرل د سیمې رهبري يې تر ډیره په خپل لاس کې وه، خو ویل کیږی په کورنۍ کې بله داسی څیره نه ښکاري چې د ده ځای ډک کړي.

په تیرو لسو کلونو کې په لمړي ځل دغې مرګونې پیښې د سمنګان اوسیدونکي د امنیت له پلوه اندیښمن کړي دي، خو امنيتي مسؤولين وايي وضعيت يې په کنټرول کې دی.

ورته مطالب