ننګرهار کې لسګونو افغان سوداګرو اعتصاب کړی

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption افغان سوداگر وايي اوس ورته حکومت ويلي چې دغه گاډي پرزه کړي او بيا يې محصول کړي.

هغو شاوخوا سلو افغان سوداگرو په ختيځ ښار جلال اباد کې د نه خوړو اعتصاب کړى، چې له حکومت سره يې د گاډو واردولو په برخه کې اختلاف پيدا شوی دى.

حکومت پريکړه کړې هغه ګاډي بايد افغانستان ته وارد نه شي چې ماډل يې له ۲۰۰۲ نه ښکته وي.

سوداگر وايي حکومت د دوى د گاډو راليږدولو ته هغه مهال درې مياشتې وخت ورکړى، په داسې حال کې چې د دوی ګاډي شپږ مياشتې يوازې په کراچۍ بندر کې ايسار پاتې وو.

د افغانستان د ماليې وزارت چې د زړو گاډو د نه واردولو طرحه يې وړاندې کړې، وايي بنديز د وزيرانو شورا لگولى او يوازې هم هغوى يې پورته کولاى شي.

افغان سوداگر وايي اوس ورته حکومت ويلي چې دغه گاډي پرزه کړي او بيا يې محصول کړي.

خو د افغانستان د سوداگرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزي بي بي سي ته وويل که داسې وشي د افغان سوداگرو پنځوس ميليونه ډالر به په اوبو لاهو شي.

ده له افغان ولسمشر حامد کرزي نه وغوښتل چې د اعتصاب کونکو سره د خبرو لپاره يو پلاوى وټاکي او د اړوندو واليانو په مرسته دا ستونزه هواره کړي.

د زړو گاډو پر راليږدولو د بنديز د طرحې په جوړولو کې د افغانستان ماليې وزارت هم ښکيل وو.

د دغه وزارت وياند وحيد الله توحيدي وايي چې د زړو گاډو د نه واردولو پريکړه وزيرانو شورا کړې،او يوازې هغوى يې د بدلون حق لري.

خو سوداگر وايي د نه خوړو د اعتصاب يو لامل يې هم دا دی چې وزيرانو شورا خپله پريکړه وروستۍ بللې او د سوداگرو په وينا، ويلي يې دي چې په راتلونکي کې به بيا پر دې موضوع خبرې نه کوي.

په افغانستان کې داسې مهال تر ٢٠٠٠ کال د ښکته ماډل گاډو راليږدول بند شوي، چې لا هم د دغه هيواد په ښارونو کې د نولس سوه او شپيتمو او اويايمو لسيزو گاډي گرځې.

د افغانستان د چاپيريال ساتنې ادارې د څرگندونو له مخه دا د چاپيريال د ککړتيا يو لوى لامل دى.

ورته مطالب