د افغان لوبغاړو کاروان لندن ته ورسېد

افغان لوبغاړي
Image caption د لندن په المپيک کې شپږ افغان لوبغاړي د لوبو په بېلا بېلو برخو کې ګډون کوي

د لندن په ۲۰۱۲ المپيک لوبو کې د ګډون لپاره د افغان لوبغاړو کاروان د جولای په شمله لندن ته ورسېد.

د تکواندو، منډو، بوکس او جودو په برخو کې شپږ افغان لوبغاړي د افغانستان له لوري د لندن په المپيک کې ګډون کوي.

په دغه ډله کې د افغانستان د تکواندو وتلي لوبغاړي نثار احمد بهاوي او روح الله نيکپا شامل دي، او د المپيک کمېتې مشر محمد ظاهر اغبر يې ملتيا کوي.

تهمينه کوهستاني هغه يوازنۍ افغان لوبغاړې ده، چې د منډو په برخه کې د افغانستان استازيتوب کوي.

دغه راز اجمل فيضي د جودو په برخه کې، اجمل فيصل د بوکس په برخه کې او مسعود عزيزي د منډو په برخه کې په المپيک کې ګډون لري.

څلور افغان لوبغاړي د تمرين لباره څو اوونۍ وړاندې لندن ته تللي دي.

د انځور حقوق bb
Image caption تهمينه کوهستاني هغه يوازنۍ افغان لوبغاړې ده، چې د منډو په برخه کې د افغانستان استازيتوب کوي.

د افغان لوبغاړو ډله ټاکل شوې د المپيک د لوبو تر پيله په يوه ځانګړي ځای کې تمرين وکړي او وروسته له هغه د المپيک تر پای ته رسېدو په هغه کلي کې استوګن شي، چې د لندن په ختيځ کې د لوبغاړو لپاره جوړ شوی دی.

د لندن هېترو هوايي ډګر ته په رسېدو د افغانستان د المپيک کمېټې مشر ظاهر اغبر بي بي سي ته وویل: "په دې شپو ورځو کې د سپورت په برخه کې د افغانستان لپاره پرمختګ ډېر مهم دی. خوښ يم سره له دې چې په افغانستان کې د تاوتريخوالي ډېرې پېښې دي، خو بيا هم سپورت د رسنيو د سر خبر دی."

ښاغلي اغبر د افغان لوبغاړو وړتيا ته په اشارې وويل که د افغانانو لپاره شرايط برابر شي، نو دوی به خپله وړتيا نړيوالو ته وښيي.

ده د لندن په المپيک کې د افغان لوبغاړو ګډون د پام وړ وباله، ويې ويل چې په دغه المپيک کې ګډون د افغانستان په تاريخ کې بې ساری دی.

ورته مطالب