ناټو ته لار پرانیستل شوه خو افغان کتابونه لا کراچۍ کې بند دي

Image caption د پوهنې وزارت وايي، په پاکستان کې د دغو کتابونو بند پاتې کېدل، د پوهنې وزارت ستونزې ډېرې کړې دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، سره له دې چې پاکستان په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو اکمالاتي لار پرانیستې، خو لا هم څلور نیم میلیون ټوکه درسي کتابونه د کراچۍ په بندر کې بند پاتې دي او افغانستان ته د لېږد اجازه نه ورکول کیږي.

د دغه وزارت چارواکي له پاکستانه غواړي، چې هرڅه ژر دې افغانستان ته د دغو کتابونو د لېږد اجازه ورکړي.

شا وخوا اته میاشتې مخکې د نړیوالو ځواکونو لخوا د ۲۴ پاکستاني سرتېرو د وژل کېدو په غبرګون کې پاکستان د دغو ځواکونو په مخ له خپلې خاورې اکمالاتي لار وتړله او د افغانستان درسي کتابونه هم د کراچۍ په بندر کې بند پاتې شول.

داسې ښکاري، چې په پاکستان کې د افغانستان د پوهنې په میلیونونو د بندو درسي کتابونو د ستونزې د هواري لپاره پر پاکستان نړیوال فشارونه او د افغانستان ډپلوماټيکې هڅې کوم ځای ته ونه رسېدې.

له اتو میاشتو را په دې خوا د افغانستان د پوهنې وزارت څه باندې څلور نیم میلیون ټوکه درسي کتابونه د پاکستان په کراچۍ بندر کې بند پاتې دي.

د افغانستان د پوهنې مرستیال وزیر اصف ننګ بي بي سي ته وویل، چې تر اوسه د دغې ستونزې د هوارۍ لپاره د افغانستان ډپلوماټیکې هڅې کوم ځای ته نه دي رسېدلي.

ټاکل شوې وه، چې دغه کتابونه د ناټو ځواکونو په اکمالاتي کاروان کې افغانستان ته یوړل شي، خو اته میاشتې مخکې هغه مهال، چې د نړوالو ځواکونو لخوا ۲۴ پاکستاني سرتېري ووژل شول، پاکستان يي په غبرګون کې له خپلې خاورې دغو ځواکونو ته اکمالاتي لار وتړله او دغه کتابونه هم د کراچۍ په بندر کې بند پاتې شول.

د پاکستان له اتو میاشتو اختلاف وروسته شا وخوا دوه اوونۍ مخکې د ناټو ځواکونو اکمالاتي لار پرانیستل شوه.

د پوهنې وزارت وايي، په پاکستان کې د دغو کتابونو بند پاتې کېدل، د پوهنې وزارت ستونزې ډېرې کړې دي او په زرګونه زده کوونکي د کتابونو له نشتوالي سره مخامخ دي.

ورته مطالب