له دوبنيو رخصتيو وروسته د ولسي جرګې لومړنۍ غونډه

ولسي جرګه د انځور حقوق
Image caption د افغانستان د ولسي جرګې د غړو د ناسوبتيا له امله تېر کال ډېر قوانين تصويب نه شول.

د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي ولسي استازي له ۴۵ ورځنۍ رخصتۍ نوي راستنېږي او په لومړیو ورځو کې به تر ډیره د موکیلنو پر ستونزو تمرکز وشي.

دوی وايي ولسي جرګه به په دغه دوره کې د ټاکنو قانون، د ټاکنو د کمیسیون د تشکیلاتو قانون او د کمېسيون د صلاحیتونو په قانون او ځینو نورو قوانینو کار وکړي.

د جرګې دويم مرستيال نعمت الله غفاري وايي جرګه به دغه راز په توکیو کنفرانس کې شوې ژمنې تعقیب او ولسمشر کرزي ته به د فساد سره د مبارزې په برخه کې سلا مشورې ورکړي.

د جرګې مسؤولين وايي پر هغې طرحې به چې د فساد سره د مبارزې لپاره د ولسمشر او د درې ګونو قواوو له ځانګړې ناستې وړاندې ولسي جرګې جوړه کړې وه او د مشرانو جرګې د وړاندیزونو له یو ځای کیدو وروسته به ولسمشر ته وړاندې شي، هم خبرې وشي.

د ولسي جرګې مرستیال له امریکا سره د ستراتیژیکو اړیکو د هوکړه لیک تصویبول په تیرې دوره کې د ولسي جرګې یوه ستره لاسته راوړنه وبلله.

ښاغلي غفاري په تیرې دورې کې ستره ستونزه په جرګې کې د وکیلانو غیر حاضري وبلله.

سره له دې چې د هغه قوانینو بشپړ لیست لا نه دی معلوم چې ملي شورا به پرې په دغې دوره کې کار وکړي خو د وکیلانو غیر حاضرې ته په کتو سره ښايي یو ډیر شمیر قوانین د پخوا په شان تصویب نشي.

ورته مطالب