د پاکستان د بریدونو په اړه د رپوټ غوښتنه شوې

Image caption افغان حکومت د چارو ادارې ته هم دنده سپارلې چې د پاکستان د بريدونو د قربانيانو له کورنيو سره مرسته وکړي.

افغان حکومت د دغه هېواد امنيتي بنسټونو ته دنده سپارلې ده چې د پاکستان د توغنديزو او توپچي بريدونو په اړه بشپړ راپور ژر تر ژره د افغانستان امنيت شورا ته وسپاري.

افغان حکومت د چارو ادارې ته هم دنده سپارلې چې د پاکستان د بريدونو د قربانيانو له کورنيو سره مرسته وکړي.

همدا راز افغان چارواکي وايي چې په وروستيو څو مياشتو کې يې په کابل کې د پاکستان سفارت ته تر لسو ډېر اعتراضيه يادښتونه هم استولي دي.

مخکې افغان حکومت گواښ کړى و، که د پاکستان له لوري توغنديز او توپچي بريدونه پاى بيا نه مومي نو دوى به دا خبره د ملگرو ملتونو امنيت شورا ته وړاندې کړي.

خو اوس څرگنده نه ده چې د پاکستان له لوري بريدونو پاى موندلى او که نه لا افغانستان دا ستونزه د ملگرو ملتونو امنيت شورا ته وړاندې کړې ده.

اوس د افغانستان د ملي امنيت شورا د دغه هېواد امنيتي بنسټونو ته دنده سپارلې چې ژر تر ژره او په چټکه توگه د پاکستان له خوا د کېدونکو بريدونو په اړه خپل بشپړ راپور دغې شورا ته وسپاري.

بله غاړه د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زى وايي چې په څو تېرو مياشتو کې يې د دغو بريدونو د درولو په موخه گڼې دپلوماتيکې کړنې سره کړي.

ان تر دې چې تر لسو ډېر اعتراضيه يادښتونه يې په کابل کې د پاکستان سفارت ته سپارلي دي.

"په څو تېرو مياشتو کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت تر لسو ډېر رسمي يادښتونه په کابل کې د پاکستان سفارت ته لېږلي دي چې په ترڅ کې يې د هغو توغنديزو گزارونو په اړه اندېښنه ښوول شوې او نيوکه پر ې شوې. موږ په دغو يادښتونو کې د دغو بريدونو د بشپړ او بېړني بنديز غوښتنه کړې ده. همدا راز مو يادونه کړې ده چې دا به د افغانستان او پاکستان پر اړيکو ناوړه اغيز وکړي. هيله من يو چې د پاکستان له خوا هر ډول بريدونه ژر تر ژره ودرول شي".

افغان چارواکي وايي چې په تېر بهير پسې په دې وروستيو کې يو ځل بيا پر ختيځ ولايت کونړ د پاکستان له لوري توغنديز او توپچي بريدونه چټک شوې دي چې په ترڅ کې يې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.

د افغانستان د ملي امنيت شورا د دغه هېواد د چارو ادارې ته دنده سپارلې چې د پاکستاني بريدونو د قربانيانو له کورنيو سره مرستې وکړي.

پخوا د افغانستان مشرانو جرگې د پاکستان بريدونه څرگند تېرى بللى و او تر شونې کچې يې په سختو ټکو غندلي وو.

مشرانو جرگې له هغو هېوادونو د دغو بريدونو ځواب ورکول غوښتي وو چې له افغانستان سره يې اوږد مهاله ستراتيژيک تړونونه لاسليک کړي دي.

ورته مطالب