افغان پوليس درې بهرني قرارداديان وژلي دي

د انځور حقوق AP
Image caption ښاغلي وجک وويل بريدګر د افغان پوځ رسمي يونیفورم پر غاړه درلود.

افغان چارواکي وايي يوه افغان پوليس درې بهرني قرارداديان چې په يوه روزنيز مرکز کې یې کار کاوه وژلي دي.

امنيتي چارواکو ويلي دغه پېښه د افغانستان په لويديځ هرات ولايت کې رامنځته شوې ده.

دوی وايي چې د وژل شويو قرارداديانو ژباړونکي هم ټپيان شوي دي.

د بهرنیو قرارداديانو وژونکی چې ويل کېږي د پوليسو د قومندې په يوه مرکز کې يې کار کاوه، په چټکۍ د ناټو آيساف ځواکونو له لوري وژل شوی دی.

په افغانستان کې د مېشتو نړېوالو ځواکونو وياند آدام وجک وايي چې دغه قراردادیان غير نظامي وو.

ښاغلي وجک وويل بريدګر د افغان پوځ رسمي يونیفورم پر غاړه درلود.

که څه هم ده د دغو قرارداديانو هوويت په ډاګه نه کړل، خو يوه راپور دوی امريکايان بللې دي.

په خپلواک ډول دا لا نه ده تاييد شوې چې وژل شوي پوځي قرارداديان دي او که ملکي.

تر دې وړاندې په افغانستان کې افغان پوځيانو څو ځله پر خپلو بهرنيو ملګرو بريدونه کړي او وژلي يې دي.

پر بهرنيو ځواکونو د افغان ملګرو بريدونو د بهرنيانو په مېنځ کې لويه اندېښنه رامنځته کړې او په کاپيسا کې د څلورو فرانسوي سرتېرو وژلو دغه اندېښنې لا پسې زياتې کړې.

خو وروستۍ پېښه چې په پايله کې یې بهرني قراردادیان وژل شوي ډېرې لږې دي.

افغان حکومت په ځانګړي ډول د افغانستان د کورنيو چارو او دفاع وزارتونه اوس د دغې ستونزې د هواري لپاره له تېرې څه مودې راهيسې هڅې کوي.

خو داسې برېښي چې دوی تر اوسه په خپل دغه هدف کې نه دي بريالي شوي.

ورته مطالب