فدايي: يرغمل شوي ۵ پوليس يې ازاد کړي دي

حليم فدايي
Image caption څو ورځې وړاندې وسله والو په ميدان وردګو کې د پنځو تنو کارګرو سرونه پرې کړي وو.

د افغانستان د ميدان وردگو چارواکي وايي هغه پنځه تنه برمته شوي پوليس يې د وسله والو طالبانو له منگولو ژغورلي چې شاوخوا يوه اوونۍ وړاندې د ميدان وردگو او باميانو ولايتونو ترمنځ د طالبانو له خوا برمته شوي وو.

د ميدان وردگو والي بي بي سي ته وويل چې لا هم د جلريز په ولسوالۍ کې د طالب اورپکو او افغان امنيتي ځواکونو تر منځ نښته روانه ده او د ده په ټکو چې گڼ طالبان يې کلابند کړيدي .

د ميدان وردگو ولايت چې د پلازمېنې کابل سره گډه پوله لري وخت نا وخت ترينه د نا امنيو او تاوتريخوالي رپوټونه ورکول کېږي.

څو ورځې وړاندې دغلته د پنځو تنو کارگرانو سرونه هم طالبانو پرې کړي وو چې د بهرنيانو سره يې کار کاوه.

د ميدان وردگو ولايت چې د پلازمېنې کابل ، غزني او باميانو ولايتونو سره گډې پولې لري ډير ځله ترينه د تاوتريخوالي رپوټونه رارسيږي او همدغلته په بهرنيو ځواکونو ځانمرگي بريدونه ، او د سړک د غاړې چاودنې کيږي.

د همدغه ولايت په اړونده سيمو کې هغه مساپر هم د ناپيژنداه وسله والو ډلو له خوا ځورول کيږي چې له همدغې لارې کندهار، هرات او نورو لويديځو ولايتونو ته تگ راتگ کوي .

تر دې وړاندې د افغانستان په ملي شورا کې ګڼو استازو پر حکومت غږ کړى و چې په ميدان وردگو ولايت کې دې پوځي عمليات پيل کړي او لويديځو ولايتونو ته دې دغه لويه لاره له وسله والو ډلو ځينې پاکه کړي.

ورته مطالب