پر کونړ د پاکستان راکټي بریدونه وغندل شول

Image caption راکټي بریدونو خلکو ته دروند مالي زیان هم اړولی دى.

د افغانستان مدني ټولنو د دغه هېواد پر ختیځ ولايت کونړ د پاکستان د راکټي بریدونو او په دې برخه کې د افغان حکومت د چوپتیا غندنه وکړه.

دغه ټولنه د ملګرو ملتونو او د افغانستان د ستراتیژیکو ملګرو نه غواړي چې په دې برخه کې مداخله وکړي.

دغه راکټي بریدونه له یو کال راهیسې د کونړ ولایت په سرحدي برخو ورېږي او تر اوسه یې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې او درانه مالي تاوانونه یې هم لرلي دي.

د افغانستان مدني ټولنه چې ویل کیږي د دې هېواد له شاوخوا ۵۰ ټولنیزو او فرهنګي بنسټونو نه جوړه ده، پر کونړ ولایت د پاکستان د راکټي بریدونو په اړه ژوره اندېښنه ښوولې او د دغو بريدونو د سملاسي بندولو غوښتنه يې کړې.

دغه بنسټ وايي، د هغو شمېرو له مخې چې له سیمه ییزو چارواکو یې ترلاسه کړي د یو کال راهیسې د دغو بریدونو له امله د کونړ ولایت په سرحدي سیمو که نژدې ۷۰ تنه وژل شوي او گڼ نور د خپلو مېنو پرېښودو ته اړوتي دي.

د دغه بنسټ په وینا یادو راکټي بریدونو خلکو ته دروند مالي زیان هم اړولی دى.

د دغه بنسټ ویاند سید ناصر موسوي په دې برخه کې د حکومت پر کړنلارې نیوکه کوي او له ملګرو ملتونو او د افغانستان له ستراتیژیکو ملګرو غواړي چې په دې برخه کې مداخله وکړي.

"اوله موضوع دا چې موږ د افغانستان د بهرنیو چارو له وزارت نه غواړو چې په دې اړه د ملګرو ملتونو سازمان ته شکایت وکړي. دویم موږ د امریکا او ځینو نورو اروپايي هېوادونو سره ستراتیژیک هوکړه لیکونه لاسلیک کړي، هغوی په دغو هوکړه لیکونو کې موږ سره ژمنه کړې چې په ستونزو کې به راسره مرسته کوي، نو دا موضوع باید له دغو دوو لارو حل شي".

سره له دې چې افغان حکومت دغه موضوع څو ځلې د پاکستاني چارواکو سره شریکه کړې او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد سفارت ته په دې اړه ۱۰ رسمي لیکونه هم استولي خو لا هم دغه راکټي بریدونه نه دي درېدلي.

پاکستاني چارواکو وړاندې ويلي وو چې دغه راکټي بریدونه د خپلو وسله والو مخالفینو د له منځه وړلو لپاره کوي چې افغانستان سره پر ګډه پوله ځای پر ځای شوي او د دوى په وينا ښايي ځینې توغندي په ناپامۍ سره د افغانستان پر خاورې هم لوېدلي وي.

ورته مطالب