د عبدالصبور کورنۍ د محکمې پریکړه نه مني

د انځور حقوق AFP
Image caption عبدالصبور د روان کال د جنورۍ په ۲۰مه په کاپيسا کې څلور فرانسوي سرتیري ووژل او پنځم يې په فرانسه کې ساه ورکړه.

د پنځو فرانسوي سرتیرو د وژونکي افغان سرتیري عبدالصبور کورنۍ له افغان حکومته غوښتنه کړې چې، ښاغلي صبور ته د مرګ اورول شوې سزا بېرته واخلي.

د ښاغلي صبور کورنۍ وايي هغه دماغي تکلیف لري او فرانسوي سرتیري یې په قصدي ډول نه دي وژلي، او باید انصاف ورسره وشي.

د عبدالصبور ورور محمد اصف بي بي سي ته د مرګ په سزا د خپل محکوم شوي ورور د دماغي ناروغۍ په تړاو ټولې نسخې او اسناد وښودل.

ښاغلي اصف وویل ورور یې له تېرو څو کلونو راهېسې له دماغي رنځه کړېده، او ده په خپله یو وارې په زنځېرو تړلی له پاکستان نه کابل ته را وستی دی.

عبدالصبور د روان ۲۰۱۲ کال د جنورۍ په ۲۰مه په کاپيسا کې څلور فرانسوي سرتیري ووژل او ۱۹ نور یې ژوبل کړل چې یو یې بیا وروسته په فرانسه کې د ور اووښتو ټپونو له امله مړ شو.

د جولای په ۱۶مه د کابل د څرخي پله په زندان کې یوې نظامي محکمې هغه ته د مرګ سزا واوروله، خو اوس یې کورنۍ د محکمې دغه پریکړه نه مني.

د ښاغلي صبور ورور محمد اصف له ولسمشر کرزي او د هغه د ورور په دوسیه کې پر ټولو ښکیلو قضايي او عدلي څانګو غږ وکړ چې، د ورور د مرګ سزا دې په بند واړوي.

محمد اصف چې د دغې پریکړې پر ضد یې له بي بي سي سره خبرې کولې وویل، ورور یې دماغي تکلیف لري او حیرانه دی چې محکمې څنګه دا ډول یو رنځور ته د مرګ سزا اوري.

نوموړي وویل ډاکټرانو ورته ویلي و چې، وروریې داسې یو رنځ لري چې ښايي هره لحظه پرې حمله وکړي او دا نو بیا هغه وخت وي، چې دی ان د خپل ځان او نورو د وژلو هڅه هم کوي.

ښاغلي اصف وویل له رسنیو یې اوریدلي چې تر پېښې وړاندې یې ورور هغه ویډیو لیدلې وه چې امریکايي سرتیري په کې د طالبانو پر مړو د متیازو کولو په حال کې لیدل کیږي، چې په خبره یې ښايي همدغه کار د فرانسوي سرتیرو په مرګ تمام شوی وي.

محمد اصف وايي عبدالصبور تر لسم ټولګي زده کړې درلودلې او د ګاډو رنګمال و، یو وارې له کوره په پټه د پاکستان کراچۍ ته د کار لپاره تللی و چې، همدلته ورته دماغي تکلیف پیدا شو، چې د ورور په خبره یې د هر چا دروازه به یې ډبوله او هر چا ته به یې سپکې سپورې ویلې.

دی یو وارې په افغان پوځ کې له شاملېدو وروسته له پوځ نه وتلی و، او بيا وروسته بېرته په پوځ کې ور داخل شوی و چې، د محمد اصف په خبره دا هر څه یې له کوره په پټه کړي دي.

محمد اصف وايي په اول وار یې ورور یوه اوونۍ او په دويم ځل يوه میاشت لادرکه و، چې وروسته جوته شوه په پوځ کې داخل شوی دی.

د انځور حقوق 1
Image caption محمد اصف وویل که په ورور یې د مرګ د سزا پر ځای د بند هر ډول سزا وخیژي دوی به یې ومني.

محمد اصف په ټینګار سره وویل چې د ورور روغتیا يې ښه نه ده او د هغه د رنځ په تړاو یې ټول اسناد محکمې او د ښاغلي صبور مدافع وکیل ته سپارلي دي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې ډاکټرانو د عبدالصبور روغتیايي حالت ارزولی او کومه ستونزه یې پېدا کړې نه ده.

محمد اصف وویل که په ورور یې د مرګ د سزا پر ځای د بند هر ډول سزا وخیژي دوی به یې ومني.

دا لومړنۍ محکمه ده ، ښاغلی صبور او د هغه کورنۍ استیناف محکمې ته د اپیل کولو حق هم لري، خو د هغه ورور وايي چې که د استیناف غوښتنه هم وکړي نو په خبره یې کوم ځای نه نیسي.

پر فرانسوي سرتیرو د ښاغلي صبور له برید وروسته د فرانسي مخکني ولسمشر نیکولای ساخکوزي په سملاسي ډول له افغانستان نه د خپلو سرتیرو د ویستلو نېټه مخکې کړه.

ورته مطالب