په دریو مسلمانو هېوادونو کې پولیو ماشومان ګواښي

د انځور حقوق AFP
Image caption د پولیو ضد واکسین لپاره په سرحدي سیمو کې د هم مهاله دوه میاشتني پراخ کمياین پیل کولو په اړه هم خبر ورکړ.

په داسې حال کې، چې له ټولې نړۍ څخه د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ لمنه په بشپړه توګه ټوله شوې ده، د دریو مسلمانو هېوادونو افغانستان، پاکستان او نایجریا یو شمېر ماشومان لا هم له دې ناروغۍ څخه ځوریږي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې په شا او خوا نا امنه سیمو کې د پولیو د مخنیوي د هڅو ګړندي کولو لپاره په کابل کې د روغتیا د نړیوال سازمان د استازو په ګډون د دواړو هېوادونو یوه غونډه جوړه شوه.

په کابل کې د افغانستان، پاکستان او روغتیا د نړیوال سازمان استازي په دې اړه وغږېدل ، چې څنګه باید له دواړو هېوادونو څخه د پولیو د ناروغۍ له منځه وړلو لپاره ګډ او موثر اقدامات وشي.

دوی د پولیو ضد واکسین لپاره په سرحدي سیمو کې د هم مهاله دوه میاشتني پراخ کمياین پیل کولو په اړه هم خبر ورکړ.

د غونډي ګډونوالو وویل د پولیو له وایروس سره د مبارزې په برخه کې ډېرې ستونزې د دواړو هېوادونو تر منځ د پولې په شا او خوا نا امنه سیمو کې دي، چې ډېری اوسېدونکي يي لومړنیو روغتیايي اسانتیاوو او همدا راز د پولیو واکسین ته لاس رسی نه لري.

غونډی ته په وینا کې د افغانستان د عامي روغتیا وزیرې مېرمن ثریا دلیل وویل، د دې لپاره چې پولیو په بشپړه توګه له منځه یوسو باید د لومړيتوب له کچې نه د بشپړ بېړني حالت په لور لاړ شو.

په روغتیايي چارو کې د پاکستاني صدراعظم سلا کارې مېرمن شهناز وزیرعلي بیا غونډې ته وویل، دې موضوع ته باید له سیاسي نظره ونه کتل شی او دا چې دوی د دې لپاره، چې د مذهب په نوم یو شمېر کسان د پولیو ضد واکسین مخه ونه نیسي، د حرم شریف او الازهر پوهنتون د علما کرامو فتواوې تر لاسه کړي دي.

د نوموړې په خبره د دې لپاره چې دغه پروسه سمه پر مخ بوتله شي، له افغان چاروکو سره یې هوکړه وکړه، چې په دې لړ کې به راتلونکې غونډه د مارچ په میاشت کې په اسلام اباد کې وکړي، چې په کې به د کاري ټیمونو د ټاکلو او کار د څرنګوالي په اړه خبرې اترې وشي.

پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ هغه ناروغي ده، چې له امله يې د افغانستان او پاکستان په یو شمېر لېرې پرتو او وروسته پاتې سیمو کې لا هم هر کال یو شمېر ماشومان مري او یا د ټول عمر لپاره معیوب کیږي.

دروغتیا نړیوال سازمان د پولیو ویروس د مخنیوي لپاره د افغانستان او پاکستان د ګډو هڅو ستاینه کړې، خو د ډبلیو ایچ او (WHO) د ختیځې مدیترانې د حوزې لپاره رییس الا الوان وویل، چې اوس یوازې دغه درې هېوادونه داسې دي چې لاهم په کې د پولیو ویروس تر سترګو کیږي.

د دغه سازمان غړي وايي که د پولیو د مخنیوي لپاره اړین او موثر اقدامات ونه شی، نو د سیمي نورو هېوادونو ته هم د دې ناروغۍ د خپرېدو وېره موجوده ده.

ورته مطالب