روسيه په بهر کې سمندري اډې "نه جوړوي"

د انځور حقوق RIA Novosti
Image caption مسکو په دې وروستيو کې خپل پوځي شتوالى په بهر کې پراخ کړى

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د شوروي تر ماتې وروسته د لومړي ځل لپاره په بهر کې د سمندري اډې د جوړولو خبر رد کړ. وړاندې يوې خبري ايجنسۍ د روسيې د سمندري ځواک د مشر له خولې خبر ورکړى و چې په ويتنام، کيوبا او سيشل ټاپوگانو کې د اډو د جوړولو احتمال تر څېړنې لاندې دى.خو اوس دفاع وزارت وايي چې مرستيال اميرالبحر چيرکوف هېڅکله دغسې څرگندونې نه دي کړي.

د پيسو نشتوالى په ١٩٩١ کال کې د شوروي تر ماتې وروسته ددې سبب شو چې روسيه په بهر کې خپلې ډېرې پوځي اډې وتړي.

دغه هېواد په ويتنام کې خپله اډه پر ٢٠٠٢ کال وتړله او اوس يوازې په اوکرايين او سوريه کې اډې لري. مسکو په دې وروستيو کې خپل پوځي شتوالى په بهر کې پراخ کړى چې سوماليا ته نژدې د سمندري غلو خلاف په عملياتو کې گډون هم پکې راځي.

ريا نووستې خبرې ايجنسۍ د مرستيال اميرالبحر آدم چېرکوف د يوې مرکې له مخې ليکلي و : "سمه ده چې موږ د روسيې له فدراسيون بهر خپلو سمندري ځواکونو ته د اډو پر چمتو کولو کار کوو." د ايجنسۍ له خولې، هغه زياته کړې وه چې مسکو "د کيوبا، سيشل او ويتنام په خاورو کې د مادي او تخنيکي مرستې لپاره د ځايونو پر چمتو کولو" کار کوي.

خو په مسکو کې ددفاع وزارت وروسته وويل چې مرستيال اميرالبحر چېرکوف دغسې يو څه نه دي ويلي او دغه موضوع په مرکه کې اصلا" راپورته شوې نده.

وزارت پر خپله وېبپاڼه خپره کړې وينا کې ويلي چې"په نړيوالو اړيکو پورې اړوندې مسالې د سمندري ځواک د لوى قوماندان په واکونو کې نه راځي." په وينا کې زياته شوې چې دغسې يو څه "د ليکوال يو خيال دى" چې ولوله پارونه يې پر وړتيا او مسکلي اخلاقو بره شوې ده.