شننونکي: د ولسمشر فرمان د پلي کېدو نه دى

Image caption د افغانستان په ولسي جرگه کې د دفاعي کميسيون غړې شکريه بارکزۍ.

يو شمېر افغان شننونکي وايي د افغان ولسمشر حامد کرزي وروستى فرمان چې په اداره کې د سمون راوستو او د اداري فساد پر ضد صادر شوى تر ډېره د پلي کېدو نه دى.

دغه کتوونکي وايي په لسو کالو کې چې د افغان دولت په اډانه کې سمونې را نه وستل شوې نو د دوى له نظره شونې نه ښکاري چې په څو راتلونکو مياشتو کې دې دغه مبارزه بريالۍ راوخېژي.

د افغان ولسمشر په دغه فرمان کې بېلا بېلو دولتي ادارو ته سپارښتنې شوي چې په ټاکلې موده کې دې په ادارو کې د سمون را وستو تر څنگ د اداري فساد پر وړاندې کوټلي گامونه پورته کړي.

د افغانستان د ولسمشر وياند بيا وايي چې د دغه شان انګېرنو پر وړاندې د غبرگون په ډاگه کول لا د وخته دي او د هغه په ټکو کله چې دغه موضوع په هر اړخيز ډول وڅېړل شي، نو هله به يې دوى په اړه غبرگون په ډاگه کړي.

د افغان ولسمشر حامد کرزي وروستى فرمان چې په ۳۳ څپرکو او ۱۶۴ مادو کې صادر شوى ټولو دولتي ادارو ته په کې په کلکه سپارښتنه شوې چې د ښې حکومتوالۍ، د فساد پر وړاندې مبارزه، د قانون د پلي کېدو او په خپل ځان د بسياينې په لور دې کوټلي گامونه پورته کړي.

دا رنگه په فرمان کې له سترې محکمې غوښتنه شوې چې په راتلونکو شپږو مياشتو کې دې په فساد کې د ښکېلو کسانو، د ځمکو د ولکه کوونکو او د ډله ييزو وژنو په تور د نيول شويو کسانو دوسيې ژر تر ژره وڅېړي، خو د دغو سپارښتنو په اړه يو شمېر افغان شننونکي بې باوره دي.

د افغانستان د مدافع وکيلانو د ټولنې مشر روح الله قاضي زاده وايي د دغه فرمان سپارښتنې شونې نه بولي او په باور يې دغه تش په کاغذ ليکلي توري دي او ښايي پلي نه شي.

د دغه فرمان په يوه برخه کې د دفاع وزارت ته ويل شوي چې په راتلونکو دريو مياشتو کې دې د پوځ په تېره بيا د هوايي ځواکونو ټولې اړتياوې د هغو ژمنو له مخې چې د امريکا د متحده ايالاتو او نورو مرستندويه هېوادونو له خوا له افغانستان سره شوي وڅېړل شي او د ملي امنيت شورا ته دې په ليکلې بڼه رپوت وړاندې کړي.

افغان ولسمشر په دغه وروستي فرمان کې د افغان دولت له لوړ پوړو چارواکو په کلکه غوښتنه کړې چې د جنايت کوونکو، قانون ماتوونکو، او مفسدينو نه دې ملاتړ نه کوي او قضايي ادارو ته يې په ډانگ پييلې توگه ويلي که چېرته دغسې څه ويني په وړاندې دې يې قانوني چلند وکړي.

خو د افغانستان په ولسي جرگه کې د دفاعي کميسيون غړې شکريه بارکزۍ وايي "ښه به دا واى چي دغه سمونې په لومړي سر کې له ولسمشرۍ ماڼۍ نه پيل شوې واى".

د دغو نیوکو په تړاو مو وغوښتل چې د ولسمشر له ويانده غبرگون تر لاسه کړو، خو وياند ايمل فيضي وويل له هغه ځايه چې دغه فرمان نوى صادر شوى، او د ډېرو خلکو تر گوتو هم نه دى رسېدلى، نو په خبره يې تر هغې پورې چې د بېلا بېلو خلکو له خوا پرې نظرونه نه وي ورکړل شوي، دوى يې په اړه څه نه شي ويلاى.

دا رنگه د وزارتونو له خوا د بودجې د لگولو، په قضايي څانگو کې د اسانتياو را دبره کېدل، په ملي شورا کې په چټکۍ سره د قوانينو تصويبېدل، له ولايتونو نه د وزيرانو ليده کاته او په راتلونکو دوو مياشتو کې د فساد پر وړاندې د مبارزې عملي کېدل، هغه نور مهم ټکي دي چې په دغه فرمان کې پرې ډېر ټينگار شوى.

ورته مطالب