تېر کال په پرتله د وسله والو بریدونه ډېر ښوول شوي

Image caption د دفاع وزارت هم مني، چې د پسرلي او دوبنيو موسمونو کې د وسله والو بریدونه د تېر په پرتله ډېر شوي دي.

په افغانستان کې مېشت نړیوال ځواکونه وايي، په تېرو دریو میاشتو کې د وسله والو بریدونو د تېر کال د همدغو دریو میاشتو په پرتله ۱۱ سلنه ډېر شوي دي.

دغه ځواکونه وايي، د وسله والو بریدونه ځکه ډېر شوي چې افغان امنیتي سرتېري د هرې میاشتې په تېرېدو پياوړي کیږي او امنیتي مسوولیتونو ته اوږه ورکوي.

په همدې حال کې د افغانستان د دفاع وزارت بیا وايي، هرکال د پسرلي او دوبي په موسمونو کې وسله وال له موسم نه په ګټې اخیستنې خپل بریدونه ډېره وي.

خو وايي، په ټول افغانستان کې یې د نوید په نوم عملیات پیل کړي او د وسله والو تر ګواښ لاندې سیمې به له ګواښونو پاکې کړي.

په دغه هېواد کې مېشت نړیوال ځواکونه پر داسې مهال د وسله والو په بریدونو کې د ډېروالي خبره کوي، چې د دفاع وزارت وايي، د هېواد په ټولو هغه سیمو کې یې د نوید په نوم پوځي عملیات پيل کړي، چې د وسله والو تر ګواښ لاندې دي.

ایساف وايي، د وسلوالو مخالفانو بريدونه او د سړک غاړې بمي چاودنې د روان میلادي کال د دويمې ربعې په وروستيو درېيو مياشتو کې د تېر کال د همدغو مياشتو په پرتله ۱۱ سلنه ډېر شوي دي.

په کابل کې د ایساف ځواکونو یو ویاند، مارټین کارګیټن بي بي سي ته وویل، د دغو بریدونو د ډېرېدا لاملونه د جکړې په ډګر کې د افغان ځواکونو پیاوړتیا او د اپینو له را غونډولو وروسته، جګړې ته د وسله والو طالبانو مخه کول دي.

"د هرې میاشتې په تېرېدو سره افغان ملي ځواکونه پیاوړي او په ځان بسیا کیږي. کله چې دوی پر ځآن ډاډه کیږي او وړتیا یې ډېریږي، د وسله والو بریدونه هم پرې زیاتيږي. د ژمي له موسم وروسته طالبانو د اپینو ټولولو ته مخه کړې وه او له هغې وروسته یې اوس د جګړې ډګر ته مخ اړولی دی، چې ښایې دا د بریدونو د ډېرېدا لامل هم وي".

ایساف دا رنګه وايي، په تېر څو میاشتو کې دافغان ملي ځواکونو د مرګ ژوبلې شمېر هم د پخوا په پرتله ډېره شوی، چې مهم لامل یې په جګړه کې په یوازې سر ډېره ونډه اخیستل دي.

په همدې حال کې د دفاع وزارت هم مني، چې د پسرلي او دوبنيو موسمونو کې د وسله والو بریدونه د تېر په پرتله ډېر شوي دي.

د دغه وزارت یو ویاند جنرال دولت وزیري وايي، په تېرو څو میاشتو کې د بریدونو د ډېرېدا یو لامل دا دی، چې وسله والو طالبانو فکر کاو، چې نړیواله ټولنه به له ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان سره خپلې مرستې کمې کړي.

ښاغلي وزیري زیاتوي، د وسله والو له خوا د بریدونو ډېروالی د لږ وخت لپاره وي او وايي، د نويد په نوم پيل شوي پوځي عملیات به هغه سیمې چې د وسله والو تر ګواښ لاندې دي، پاکې کړي.

د وزیري په وینا د ملي اردو د مرګ ژوبلې شمېره ځکه ډېره شوې، چې اوس مهال په ډېرو جګړه ییز عملیاتو کې یوازې د ملي اردو سرتېري برخه اخلي.

ورته مطالب